د روسي لوبغاړو د مینه والو لپاره د المپیک شرایط

تاند- د المپیک نړیواله کمېټه وايي، د روسیې د سپورټي تیمونو او لوبغاړو پلویان به پرېږدي چې په راتلونکي فبروري میاشت کې د المپیک ژمنیو سیالیو ته د خپل هیواد ملي بیرغ راوړي.

دې کمېټې په عین حال کې وویل چې منظمې سیاسي مظاهرې به پر دوی بندیزونه نور هم زیات کړي.

د المپیک نړیوالې کمېټې نن (پنجشنبه) وویل چې پر روسي لوبغاړو دا بندیز، چې د خپل هیواد له بیرغ او ملي نښانونو سره سیالۍ ته نه شي راوتلی، د دوی د عادي نندارچیانو او پلویانو لپاره نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *