راشد ارمان بیا له سن رایزر سره یوځای شو

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی راشد ارمان نن د هند د غوره لیګ یا پریمرلیګ د سیالیو لپاره په لیلام کې په ۹۰۰ لکه هندي روپیو واخیستل شو.

راشد ارمان بیا هم د حیدراباد سن رایزر لوبډلې واخیست. راشد ارمان تېر ځل هم له همدې لوبډلې سره لوبېدلی و.

د هند د کرکټ د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د اخیستلو بولۍ نن سهار پیل شوې.

درو ټیمونو د راشد ارمان د خپلولو لېوالتیا لرله.

د ده لپاره لومړۍ بیه ۲۰۰ لکه هندي روپۍ اعلان شوې، تر دې چې ۹۰۰ له روپیو ته لوړه شوه.

سن رایزر، چې تېر ځل یې د راشد ارمان ښه لوبه تجربه کړې وه، ویلي و چې بیا به هم پوره هڅه وکړي چې نوموړی خپل کړي.

راشد ارمان حاضردمه د استرالیا په غوره لیک یا بیګ باش کې لوبېږي او تراوسه ښه ځلېدلی دی.

تېر ځل محمد نبي هم په سن رایزر کې له راشد ارمان سره په یوه لوبډله کې لوبېده، خو دا ځل تراوسه لا څرګنده نه ده چې محمد نبي به د کوم ټیم په نصیب شي.

راشد ارمان په تېر ځل سیالیو کې د هند د سن رایزر لپاره په ۱۴ سیالیو کې ۱۷ لوبغاړي سوځولي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *