د راشد ارمان ارمانونه د هند تر غوره لیګ پوري محدود نه دي

تاند- راشد ارمان لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د هند د غوره لیګ په سیالیو کې لوبېږي او لوړ نوم یې ګټلی دی.

د ارمان ارمانونه یوازې د هند تر غوره لیګ پوري محدود نه دي.

راشد ارمان د یکشنبې په ورځ د ګوجرات په وړاندې د خپل ټیم حیدراباد سن رایزرس له مسابقې وروسته رویټرز خبري اژانس ته وویل«زما هدف دا دی چې باید د خپل هیواد لپاره ټیست مسابقې وکړم. زما اصلي هدف دا دی چې د ټیست لوبو کرکټران وبلل شو.»

ارمان وروسته له دې چې د هند د غوره لیګ په دوو سیالیو کې ۵ لوبغاړي وسوځول، د خلکو او رسنیو پام ځان ته واړاوه.

افغانستان تېره میاشت د آی سي سي د نړیوال جام په شل اوره، یو ورځنۍ او څلور ورځنیو سیالیو کې آیرلنډ ته ماتې ورکړه او د کرکټ د نړیوالې شورا په اسوشیتید ټیمونو کې یې لومړی مقام خپل کړ.

حاضردمه هند د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ یا رینکینګ کې لومړی او زیمبابوې وروستی ځای لري.

په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو زیات پواینټونه د جنوبي افریقا (۱۱۹) دي.

افغانستان ۵۲ پواینټونه او تر زیمبابوې یوه نومره وړاندې لسم ځای لري.

په یو ورځنیو سیالیو کې د زیمبابوې پواینټونه ۴۸ او د آیرلنډ ۴۲ دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکی لالچند راجپوت وايي، ټیم یې ډېر زحمت ایستلی او د ټیستلوبو مستحق دی.

د راشد په شان ستر لوبغاړی، د دې لپاره چې افغانستان ته د ټیست مسابقو مقام نه دی ورکړل شوی، نه شي کولی چې په ټیست مسابقو کې ګډون وکړي.

راشد خان ارمان وايي، د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د نړۍ له مشهورو لوبغاړو او تکړه روزونکو څخه زده کړه کوي او له دې سره ځان بلدوي چې د لسګونو زرو نندارچیانو په مخکې لوبه وکړي.

ده رویټرز خبري اژانس ته وویل«دا خورا په زړه پورې تجربه ده چې د دیوید وارنر، یوفراج سینګ او کېن ویلیمسن په شان سترو لوبغاړو سره لوبه کوم. موږ د ټام مودي په شمول ډېر تکړه روزونکي لرو. دوی زموږ په لوبه کې تغییر راولي.»

ده په عین حال کې وویل «له داسي حیرانوونکي ټیم سره زما یوځای والی ښيي چې زه څه یم او دا وړتیا لرم چې نورو ته څه وړاندې کړم.»

د راشد خان ارمان ګوګلي یا تاواتاوېدونکي توپ اچونو ته حتي د کرکټ نامتو لوبغاړي لکه بریندن مک کلم او ارون فینچ ټینګ نه شول.

رویټرز وايي، که د حیدراباد سن رایزرس ټیم د فبرورۍ د شلمې په مزایده کې راشد ارمان نه وای اخیستی ښايي، د ده استعداد لا هم له نړیوالو پټ پاتې شوی وای.

راشد ارمان خپل بری په افغانستان کې د کرکټ د ودې لپاره مهم بولي او وايي چې له دې څخه په افغانستان کې ټولو لوبغاړو ته دا ښه پیغام لېږل کېږي چې که زحمت وباسي او ښه لوبه وکړي، هر هدف ته رسېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *