د راشد ارمان د کرکټ الهام بخښونکی سفر

تاند- کریک ویز دا ورځ د افغان لوبغاړي راشد ارمان لپاره هیجاني بولي او وايي، په داسي ورځ ارمان د هند غوره لیګ ته غوره شو چې د ده د خوښې لوبغاړي شاهد افریدي له نړیوال کرکټه استعفا ورکړه.

کریک ویز د اتلس کلن راشد د کرکټ په لنډ تاریخ کې اوږد سفر تاریخي بولي او وايي، راشد ارمان د ۱۹۹۸ م کال د سپټمبر په شلمه په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی. په ۷ وروڼو کې شپږم دی، یعني یو ترې کشر دی.

له کرکټ سره د ده مینه له کوچینوالي څخه پیدا شوه او د خپل کلي په سپېره میدان کې به یې د توپډنډې په توپ له خپلو وروڼو سره لوبه کوله.

نهه کلن و چې یوه ورځ یې په تلویزیون کې د شاهد افریدي باولینګ یا توپ اچونه ولیده. د شاهد افریدي د لوبې او ویکټ اخیستلو لېوال شو او سمدستي یې وپټېیله چې لوبې ته جدي پام وکړي.

د راشد د کورنۍ غړي د ده له کرکټ سره موافق نه ول او غوښتل یې چې نوموړی د دوی په شان د کور کار وکړي. له بلې خوا په شاوخوا سیمه کې یې نه مناسب میدان و او نه داسي څوک چې لارښوونه ورته وکړي.

خو له دې ټولو ستونزو سره سره راشد کلکه اراده وکړه چې خپل ارمان به پوره کوي.

راشد ارمان تېر کال په ډاکه کې د اسیايي کپ سیالیو په لړ کې په یوه خبري غونډه کې وویل«موږ داسي امکانات چې اوس یې لرو، نه لرل. نن سبا موږ ډېرې لوبې کوو. اوس ماشاالله ډېرې اکاډیمۍ شته. موږ څلور – پنځه میدانونه لرو چې مسابقې پکې کوو، حتي نړیوال میدانونه هم لرو. خو لا هم پکار ده چې خپل کرکټ ښه کړو او ډېر کار ته اړتیا ده چې د کرکټ لپاره نور میدانونه جوړ کړو.»

له کله چې راشد ارمان ټیم ته غوره شوی، تل ورته د الراونډر په سترګه کتل شوي. د لیګ سپینر بولینګ ترڅنګ د منځني ټیټ ارډر تکړه بېټسمن دی.

د افغانستان د کرکټ مسوولانو د راشد ارمان استعداد ډېر ژر کشف کړ. دی د ۱۷ کلونو او یوې میاشتې و چې د افغانستان په ملي لوبډله کې د زیمبابوې په وړاندې د مسابقو لپاره هرارې ته واستول شو.

له زیمبابوې سره په ۴ یو ورځنیو سیالیو کې راشد ارمان په هر اوور کې یوازې ۳ اعشاریه ۳۵ منډې ورکړې خو ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

کریک ویز وايي چې د زیمبابوې خلاف، چې د لومړی درجه یا د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد دی، د ارمان باولینګ د افغانستان بری یقیني کړ. د زیمبابوې په وړاندې په بله لوبلړۍ کې، چې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې وشوه، راشد ۶ لوبغاړي وسوځول. او د منډو متوسط یې ۲۳ و.

راشد ارمان تراوسه پوري په ۲۸ سیالیو کې ګډون کړی او ۴۷ لوبغاړي یې سوځولي او ورسره یې لږ منډې ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *