د ریو المپیک مراسم د باران څاڅکو بدرګه کړل

تاند- د برازیل په ریو دیو جینیرو ښار کې د ۲۰۱۶ المپیک د پای مراسم په داسي حال کې جوړ شول چې په شړق باران اورېده.

د مراسمو په پای کې د جاپان د توکیو والي د المپیک بیرغ ترلاسه کړ او د جاپان صدراعظم د رڼاګانو د نڅاوو په منځ کې څرګند شو.

توکیو ښار د بل المپیک (۲۰۲۰) کوربه غوره شوی دی.

د ۲۰۱۶ کال د ریو دي جینرو د المپیک د لوبو ریس کارلوس نیوزمن دغه لوبې تاریخي وبللې او توکیو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

2د ریو المپیک د تنظیموونکې کمېټې رييس کارلوس ارتور نوزمان د پای په مراسمو کې وویل«موږ د نړۍ تر ټولو مهمو لوبو تابیا وکړه. دا یو جادويي ځای دی. سخت کار و خو په بریالیتوب مو بشپړ کړ. زه په ریو، خپل هیواد او خلکو ویاړم. ټول برازیلیان د المپیک اتلان دي.»

 مخکې له دې چې د المپیک مشال مړ شي د المپیک د نړیوالې کمیټې مشرښاغلي باخ دغه لوبې حیرانونکې وبللې چې د ده په وینا په یوه په زړه پوري ښارکې ترسره شوې. هغه وویل، په تیرو شپاړسو ورځو کې یوموټي برازیل نړۍ ته نوې انګیزه ورکړه.

ده دا هم وویل چې د ریو په المپیک لوبو کې ۲۷ نړیوال او ۹۱ المپیکي ریکارډونه ثبت شول.

په دغو لوبو کې د ۲۰۶ هیوادونو او د کډوالو د یوه ټیم له ۱۱۳۰۰ زیاتو لوبغاړو ګډون کړی و.

تر ټولو زیات میډالونه امریکا وګټل. ورپسې بریتانیا وه.

د هیوادونو د سرو سپینو او ژیړو میډالونو ترتیب په دې ډول دی:

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *