سږ شپږیزې حیران کړو چې کوم کوم لوبغاړي واخلو !؟ / محمدرحیم سکندر

د افغانستان کورني کرکټ د ۲۰۱۶ م کال شپږیزې سیالیو کرکټ بورډ او کرکټ پوهان هم حیران کړل ، چې اوس دوه ملي لوبډلې جوړې کړو او که زاړه لوبغاړي ایسته کړو ، پر ځای یې نوي ځوان لوبغاړي واخلو !؟

داسې هم نشي کیدای چې شهزاد ، راشد ، نبي ، اصغر ، نجیب ، حمزه ، شینواری ، ګلبدین، جاوید احمدي، دولت او … لوبغاړي کېنوو او په ځای یې ، نوین الحق ، مجیب رحمن ، ضیاءالحق ، نوید عُیبد ، فرید ملک ، احسان جنت ، شراف الدین اشرف ، شبیرنوري او نور لوبغاړي ملي لوبډلې ته راولو .

2که افسر ځاځي بېرته په فام کې شوی او بېرته یې د ویکټ کېپر په صفت اخلو ، نو دلته شهزاد هم بې رحمه بېټسمېن دی او تر څنګ یې ویکټ کیپر دی ، دغه راز نوروز منګل هم بېرته فام ته راغلی.

خو کورنی او بهرنی کرکټ هم فرق سره لري ، شاید هغه ډول چې یو لوبغاړی په کورني کرکټ کې ښه ځلیږي ، همغه ډول په نړیوالو سیالیو کې ښه ونه ځلیږي او شاید وهم ځلیږي ، خو دا به هغه وخت معلومیږي چې یو څو نړیوالو لوبو ته دغه نوي ځوان لوبغاړي واخلي او په مسلسل ډول یې په څو سریزونو کې ولوبوي .
د سږنۍ شپږیزې لوړ معیار هیوادوال او کرکټ پوهان نور هم ډاډه کړل ( اوس هغه وخت نه دی چې کوم لوبغاړی به مو زخمي او یا له ښې کرکرډګي وواته ، نو مونږ به یې بدیل نه درلود او لوبډلې به مو مسلسل ډول ماتې خوړلې ) .

بلکې اوس چې یو لوبغاړی زخمي او یا له فام راولویږي نو پر ځای یې ماشاءالله درې څلور په موډ کې لوبغاړي انتظار وي او دا وړتیا لري چې تشه یې یو پر لس ښه ډکه کړي او لوبډله هیڅ د کوم کمي احساس وکړي .

د هر هیواد کورنی کرکټ د نورو تجارتي او سیاسي موخو نه  یو هدف دا هم لري ، چې کرکټ یې وده ور سره وکړي ، نوي ځوان لوبغاړي پکې را څرګند شي او لوبدله یې تشه احساس نه کړي ، لکه د هندوستان ای پي ایل ، د وېسټ انډیز ، اسټرالیا او پاکستان تجارتي سیالۍ ، چې هر کال تر سره کیږي او هر کال درې څلور ټاپ لوبغاړي ملي لوبډلې ته ترې انتخابیږي .

همدغه ډول زمونږ سږنۍ شپږیږې هم تقریباً تر شپږو پورې نوې ځوانې څېرې وزیږولې او په راتلونکي کې به په ملي ، الف او نولس کلنو لوبډلو کې واخیستل شي او خپل ځوان استعداد به لا مینوالو ته وښيي .

پخوا به مونږ د هر ډول ( څلور ورځنۍ ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو ) لوبو لپاره همدغه یوه لوبډله او لوبغاړي کارول ، کوم چې د شل اوریزو لوبو وړتیا لري ، خو د کورنيو او تجارتي کرکټ سیاليو په تر سره کولو سره دومره ډاډه شوو چې مونږ اوس د ټېسټ لوبې لپاره ځانته لوبغاړي لرو ، د شل اوریزو لپاره ځانته او د پنځوس اوریزو لوبو لپاره ځان ځانته لوبغاړي لرو .

چې دا په ډېره لنډه موده کې د کرکټ بورډ د ښه مدیریت ستره ښکارندویي کوي ، د کرکټ مینوالو او نړیوالو ته په ګوته کوي چې افغان کرکټ د نړۍ تر هر کرکټ بورډ چټک تګ کړی او د اسیا په کچه تر ویره په کار ده .

د ۲۰۱۶ م کال شپږیزې سیالۍ چې په نړیوال معیار او ښه کیفیت سره تر سره شوې ، یو څه یې د مینوالو شکایتونه هم ورک کړل او د غواراوي کمېټې اخلاص هم په کې څرګند شو ، چې شپږو لوبډلو ته یې مناسب لوبغاړي ورکړي وو او هر چا په کې خپله وړتیا وښودله ، دا چې د کومې لوبډلې کوچ او کپتان خپله لوبډله سمه نه ده کارولې ، بالران او بېټسمېنان یې بې ځایه کارولي ، دا په غوراوي کمېټې پورې اړه نه لري ، بلکې د دوی خپله غلطي ده .

د کرکټ بورد عمومي مشر نسیم الله دانش د شپږیزې له پایلوبې وروسته په مراسمو کې وویل : هر کرکټ پوه او هر مینوال حق لري چې مونږ ته زمونږ نیمګړتیاوې او پرمختګونه را په ګوته کړي ، خو له ځینو سیاستوالو مو دا هیله ده چې د نړیوالو قوانینو خلاف دې له تبلیغاتو ډډه وکړي ، مثلاً : په کومو لوبغاړو چې مونږ بندیز لګوو په دې معنا چې مونږ د کرکټ نړیوال قوانین مراعتوو او په دې سره نور لوبغاړي له بد اخلاقیو او جرمونو را منع کوو ، ګني برعکس خدای ج مه کړه چې مونږ داسې پرمخ تللی کرکټ او لوبغاړو سره بې اتفاقه کړو او بیا د مخکې په څېر د خپل کرکټ پر ځای پردی کرکټ ننداره کوو .

دغه راز ښاغلي دانش په دې شانداره مراسمو کې له ټولو مینوالو او امنیتي ځواکونو مننه وکړه ، چې په دې شپږیزه کې الحمدالله کومه لویه پېښه خو څه چې په ټېل ما ټېل کې څوک حتی غورځیدلي هم نه دي.

نوموړي ددې تر څنګ د کرکټ مینوالو ته ډاډ وکړ چې راتلونکي شپږیزه به له دې هم خوندوره وي او انشاءالله بل کال ته به مونږ یو ستر میدان ولرو چې ټول نندارچیان په کې ځای او په ښه توګه لوبې ننداره کړي .
زنده باد افغان کرکټ بورډ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *