د کرکټ ولسي مبصر نه يم/ محمدرحیم سکندر

مونږ له دې ښکلې او غښتلې لوبډله او لوبغاړي نه شو برابرولی .

سوت افریقا ، سریلنکا ، پاکستان ، امارات او نور … له دې غښتلې لوبډله او لوبغاړي نشي پیدا کولی .

خو په دې وروستیو کې یې کارکردګي خلک د سوال لاندې بولي .

خو که په دې ورورستیو کې ایشیا کپ او نړیوال جا ته وګورو ، نو د اکثرو کمېنټېټرانو وړاندوینې غلطې ثابتې شوي دي .

البته د ۲۰۱۶ نړیوال جام تخنیکي وړاندوینې به هم داسې وې له شارټ شوی ساعت، چې کله به (۱) سلنه د افغانستان و او ۹۹ سلنه به ویسټ انډیز و ، کله به ۱۳ سلنه یو طرف و او ۸۷ بل لوري ته ، حال دا چې همدغه لوبه افغانستان وګټله .

د نیوزلېنډ او هند لوبې ته هم داسې کسان را سره ناست وو، چې دماغ یې راشنه کړل، ویل به یې چې: اوو! نیوزلېنډ ۱۲۷ هدف ورکړ ، هند به یې په اوپنېنګ هم وګټي ، خو هغه زما خبره شوه چې ویکټ بال ته جوړه ده او داسې وهم شول چې هند یې په ۷۹ منډو ماته کړه ، سره ددې چې د هند له بې حسابه نفوذ نه تماشه هم ورته جوړه وه ، خپل کور یې هم و او د نړۍ قوي لوبډله هم حسابیږي .

دغه راز افریقا چې انګلېنډ ته ۲۳۰ ستر هدف ورکړ ، ولسي مبصرینو به ویل چې انګلېند نن سبا ډېر تبا دی او سوت افریقا بهترین بالېنګ لري ، په دې کې بیا ما هم څه نشول ویلی ، ځکه کرکټ داسې لوبه ده چې ویکټې وي، نو تر اخېرو اورونو پورې دې له ځان سره ساتي او هم داسې وشول، انګلېنډ دغه لوی هدف کراس کړ .

د هند او بنګلدېش له لوبې هم هغه وخت نندارچیان ورو ، ورو کوچېدل ، کله چې بنګلدېش ته دوه ۲ منډې او درې باله پاتې وو نو د ځینو هند پلوه کمېنټېټرانو هم په خوله کې لاړې وچې شوې او له مرګ نه مخکې یې پښې وغځولې ( بنګالیانو ته یې مبارکي وویله ، خو د ډوني کامیابې کپټانۍ هغه څه وکړل چې په ۲۰۱۲ کې یې په افریقا هم دغه کانه کړې وه ( بنګلدېش ته یې په دریو بالونو یوه منډه هم ور نه کړه او درې ویکټې یې هم ترې واخیستې ) .

خو شکر زمونږ ټېټې لوبډلې تر اوسه د لوړو لوبډلو په څېر داسې په شرم ماتې نه ده خوړلې.

شکر په دې حال، چې په تلویزیون کې به هر لېسټ را واوښت ، په سر کې ، دوهم او یا هم څلورم نمبرکې به زمونږ لوبغاړي په اوږدو شپږیزو، ډېرو شپږیزو ، زیاتو ویکټو ، ښایسته فلډېنګ ، ښکلې کپټانسي ، او جالبو لوبو کې حاضر وو.

ویل کیږي، چې د بنګلدېش شل کاله کیږي چې په نړیوال جام کې یې تر اوسه له سوپر اېټ ( غوره ټیمونو) نه لوبه نه ده ګټلې او مونږ د دوی په نیمايي عمر هم کرکټ نه دی کړی ، خو د وېسټ انډیز غوندې لوبډله چې ( یو وخت په تور سیلاب مشهوره وه) غاړه راته کېښوه او په دغه نړیوال جام کې یوازې مونږ وو چې ددغه تور سیلاب مخه مو ډب کړه .

اوسنۍ افغان لوبډلې ته په کتو په هر حال باید شکر وباسو ، ځکه د نړۍ لویو کرکټرانو چې اوس مهال تکړه مبصرین دي، پر افغان لوبډلې ناز کړی او په خوشالوونکو مثالونو یې پوښلي دي .

د کرکټ په تیورۍ که څوک نه پوهیږي چې ( ویکټ بالېنګ ته جوړه ده او بېټېنګ ته ) نو په عام ډول خو به دومره پوهیږي چې پلانی او پلانی وخت هغه پلانۍ لوبې څه ډول وشوې ، یوې لوبډلې ولې لوبه وبایلله او مقابلې ولې ترې وګټله ؟ که دومره یې هم لوبې نه وي څارلې ، نو بیا دې هغه چاته غوږ شي چې کرکټ یې کړی وي او یا پرې پوهیږي.

امم ، که مقابل لوری ددې لپاره بحث در سره کوي چې په کرکټ ځان پوی کړي ، بیا ښه خبره چې دی هم له لوبې خوند واخلي .

خو لوبې ته له هغه چا سره ناستی خوند کوي چې مقابل لوری دې هم په کرکټ پوهیږي او د لوبډلې په انتخاب کې اختلاف هم در سره لري .

د کرکت بورډ نننی کامیاب مدیریت مونږ ته دا راښيي چې پخپله د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش له تهدابه په کرکټ پوهیږي او یو وخت دی هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کې لوبیدلی .

دانش نه یوازې په کرکټ پوهیږي ، بلکې په ښه رهبري هم برلاسی دی .

ځکه د انظمام الحق له ټاکنې هم راته معلومیږي، لوبډله یې هغه ځای ته پرې ورسوله چې پاکستان یې حیران کړ.

دغه راز له دانش وړاندې کرکټ بورډ ته ای سي سي (۱۷۰۰۰۰۰) لکه ډالره کلنۍ بودجه ورکوله ، خو کله چې دانش مقرر شو ، اوس ای سي سي افغان کرکټ بورډ ته (۷۰۰۰۰۰۰) اویا لکه ډالره کلنۍ بودجه (خرچه) وکوي .

چې دا به په راتلونکي کې په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ په میدانونه ولګول شي ، لوبغاړي به پرې وروزل شي ، ټورنمېنټونه به پرې جوړ شي او یو وخت به انشاالله په افغانستان کې د اسیا په کچه سیالۍ برابرې شي ، چې د نړۍ ستر لوبغاړي به هم پکې لوبیږي .

له دې سره به نور افغان لوبغاړي هم زړور او تکړه شي چې له اوسنیو لوبغاړو وروسته به په ملي لوبډله کې لوبیږي .

د ۲۰۱۶ کرکټ نړیوال جام وروسته پاکستان غوښتنه وکړه چې افغان لوبډله دې له مونږ سره یو سریز تر سره کړي ، خو افغان کرکټ بورډ د ځینو امنیتي مشکلاتو له وجې دغه سریز لغوه کړ ، خو ځینو فسبوکي ولسي مبصرینو ویل چې کرکټ بورډ نه غواړي چې افغانۍ لوبډله مخ بره لاړه شي .

خو زه وایم : خدای مه که یو شهزاد محمدي مو ژوبل شي ، مونږ به داسې سریز څه کوو !؟

فکر کوم مونږ د کرکټ بورډ له ادارې ښه نه پوهیږو ، ځکه د بېدیا سترګور نه د کور ړوند پخپل کور ښه پوهیږي .

یو ځل بیا هم ولسي مبصرینو ته وایم ،  چې اوسمهال مونږ له دېنه ښه لوبډله نشو پیدا کولی او نه هم د کرکټ بورډ غوندې نننی کامیاب مدیريت .

د لوی افغانستان د ښې ادارې په هیله .

د کرکټ بورډ ډاډ

2ښاغلى دانش انضې ته ځکه په خوشالي رحصت ورکوي چې ډاډه دى.اوس مونږ په کمزوري موډ کې نه يو ، د هر هيواد هر کرکټر او روزونکى به اوس انتظار وي چې کوندې ما روزونکى وګوماري .

کيداى شي کمار سنګکاره ورته راشي او که بريندم مکالم خو راغى نو شهزاد ، نجيب او شفق به يې ډېر خوښيږي او ورته وايي به چې هيله ونه کړئ ؛ وهئ يې.

په هر صورت انضې په بې شرمۍ او خفګان رخصت نه شو ، ځکه ځينې خلک له يو چا په خوښۍ پور اخلي ؛ خو چې کله يې بېرته ترې اخلي يو څه خفکان پکې رامنځته کيږي .

خوشبختانه نسيم دانش هم د انضمام الحق ښيګڼه نه هيريږي او په جګو سترګو يې استعفا ومنله ، ځکه ښېګڼه 50 * 50 وه، څومره چې انظې په اخلاص کار کړى همدومره کرکټ بورډ هم عزت ورکړى ، ځکه خو يې د استعفا لپاره له حيا مخامخ ورته ويلى هم نه شول .

انضمام ته لا برياليتوب غواړو او مونږ ته د دانش کامياب مديريت دومره هيلې راکړې چې يو بل ښه روزونکى به وټاکي.

په همدې تمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *