د کرکټ ځلاند راتلونکی مو تضمین دی

اسد ویاړ –

اندېښنه دا وه چې د افغانستان کرکټ بورډ ځوانو لوبغاړو ته پام نه کوي او په لوی لاس د کرکټ راتلونکی خرابوي. دې خلکو داسې انګېرله چې کرکټ بورډ یوازې په همدې لوبغاړو بسنه کړې او دوی دي چې پر میدانونو یې لوبوي.

خو له حبیب بانک لوبډلې سره د افغانستان پرمختیايي ټيم تر نوم لاندې لوبول شوې لوبډلې ثابته کړه چې مونږ د کرکټ روښانه اینده لرو.

په لوبډله کې اکثریت یا حتی ټول ځوان لوبغاړي ځای شوي وو او لا هم ځای دي.

دوی د پاکستان حبیب بانک د کورني کرکټ له اتلې لوبډلې سره بهترینه لوبه وکړه او د څلور ورځنیو لوبو لړۍ یې د ځان په نوم کړه.

هر لوبغاړی چې میدان ته ښکته شوی وړتیا یې ثابته کړې، د توپ وهنې په برخه پینځوسیزې، سلیزې او ډبل سلیزې ووهل شوې او د توپ اچونې په برخه کې هر بالر بې سارې توپ اچونه وکړه حتی تر ملي لوبغاړو یې هم د خپلو استعدادونو د لوړ ثابتولو هڅې وکړې.

اوس نو ښکاره شوه چې زمونږ د کرکټ راتلونکی په ټوله معنی تضمین دی، د هرې برخې لپاره مسلکي، تخنیکي او پیاوړي لوبغاړي پیدا شوي، پیدا کیږي او غښتلي کیږي.

د وخت په تېریدو به همدا ځوان اتلان زمونږ نړیوال ملي اتلان وي، لوبې به کوي، لوبې به ګټي او ویاړونه به راوړي.

د کرکټ بورډ له ادارې مننه، چې د کرکټ په پراختیا او بنسټیزه وده خاص کار کوي.

یوازینی څه چې په اوس وخت کې افغانانو ته خوښي وربخښي ورزشي بریاوې او په نړیوالو ډګرونو کې اتلوالۍ دي.

دادی تازه په تازه د یو ورځنیو سیالیو دریمې لوبې لپاره هم لوبډله اعلان شوه چې نیږدې ټول لوبغاړي ځوان استعدادونه دي:

نجیب ځدراڼ

ناصرجمال

احسان جنت

طارق ستانکزی

حشمت الله شاهدي

رحمت شاه

شرف الدین اشرف

جاوېد احمدي

افسر ځاځی

سعید شېرزاد

شاپور ځدراڼ

ضیاءالرحمن اکبر

نجات مسعود

نواز خان

عمران جنت

افتاب عالم

دا او نور ټول ځوان لوبغاړي زمونږ راتلونکي ستوري دي او مونږ مطمین یو چې دوی به د وخت او اړتیا له مخې ښه ولوبیږي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.

یوه هیله له خپلو پخوانیو اتلانو! راشئ نور چې په دې ډګر کې ستاسو ځای ناستي پیدا شول نو ورته اجازه ورکړئ، خپله په نورو برخو تمرکز وکړئ او خپل ویاړونه تلپاتې وساتئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *