څنګه کولى شو ښه ورزشي راپور وليکو/ سا‌ئر ځلاند

خبريالي او ادبيات تر ډېره ذوقي مسائل دي، خو خبريالي بيا پر حقایقو ولاړده د نويو تعريفونو له مخې د پېښو او واقعیاتو په اړه د خلکو د پام وړ معلوماتو را ټولولو او وړاندې کولو ته ژورناليزم وايي او ورزشي ژورناليزم هم د دغه تعريف لاندې راځي چې د خلکو د ذوق خړوبولو لپاره هغوي ته د پام وړ معلومات وړاندې کوي.

لکه څنګه چې د نورو خبرونو لپاره سټايل او د ليکلو انداز اړين دى، د ورزشي راپور لپاره هم يو مهم رکن دى.
دلته په ورزشي خبريالۍ کې خبريال د نورو خبريالانو په پرتله يو څه آزاد لاس لري او هغه دا چې د لغتونو او کلمو په کارولو کې خپلواکى وي. د جرايمو او اقتصادي او يا هم سياسي راپورونو کې خبريال د موضوع اړوندو ويونو پورې محدود وي او هڅه يې دا وي چې په نومونو او افعالو پورې محدود پاتې شي، خو ورزشي خبريالي بيا داسې نه ده او راپور ليکونکي په خورا جذابيت سره کولي شي، د ښار ‎، لوبې، ننداره کوونکو، بيروبار او نورو جلبوونکو پېښو او صحنو په اړه ليکل وکړي.

په دې ليکنه کې به هڅه وکړو چې ګام په ګام د يوه ښه ورزشي خبر د ليکلو په اړه معلومات وړاندې کړو.

په عامه توګه هر ورزشي  راپور کې د ګټونکي او بايلونکي نظرونه اخيستل کېږي، ډيرى ورزشي راپورونو کې د لوبغاړو سره خبرې کېږي او نظر يې اخلي خو د هغه څه په اړه چې د لوبې په ميدان کې پرې تير شوي وي ‎، پوښتنې او نظرونه نه وي.

سره له دې چې تاسې له نظرونو اخيستلو پرته هم تحليل کولى شئ. دا چې تر ډېره ورزشي خبرونه او راپورونه د خبري بلټنونو په پاى کې وي، نو يو خبريال ته په کار ده تر څو خپل راپور دومره غني او جامع جوړ کړي چې مدير مسؤول يې ور سره ومني او لږ تر لږه د خبرونو په سر ټکو کې راشي. هغه خبريالان چې نوي غواړي د ورزشي موضوعاتو په اړه راپور ورکړي او د يوه مسلکي ورزشي خبريال په شان ټولو ټکو او نکتو ته پام وکړي، د لاندې جوړښتونو له مخې کولى شي ښه ورزشي راپورونه چمتو کړي او خپل اډيټر او لوستونکي ته ښه قناعت او معلومات ورکړي.

د بېلګې په توګه به موږ دلته د مي مياشتې په ٢٩ مه په افغانستان کې د کرېکټ بورډ د پرمختيايي لوبدلې او پاکستان د غوره کورنۍ لوبډلې حبيب بانک سيالۍ در سره شريکو کړو.

١: معرفي- د يوې سيالۍ تر ټولو مهم خبري اړخ او فکټ نمرې دي. چا وګټله؟ څنګه يې وګټله؟ او د ګټې لامل يې څه و؟ په ورزشي خبر ليکلو کې دا هم مهمه نکته ده چې موږ د بوسټن د نظر له زاويې ليکو يا د کليويلنډ کواليرز. په دې ليکنه کې به موز د کليويلنډ کواليرز له نقطه نظره ولاړ شو.

د پاکستان د کورني کرېکټ لوبدلې د ٥٦ منډو په توپير د کرېکټ پورډ پرمختيايي لوبډلې ته ماتې ورکړه. علتونه يې څه و؟ افغان لوبغاړو سره له دې چې د الکوزي کابل نړيوال کرېکټ لوبغالي په پيچ( ويشتنځاى) ډېرې لوبې کړي او له حالاتو سره ښه اشنا دي، خو د ټاس له ګټلو وروسته يې د توپ ټولنې پرېکړه وکړه چې په پاى کې سمه ثابته نه شوه. افغان لوبغاړو پيل ښه وکړ، خو امام الحق په بې سارې توګه ١٨١ منډې وکړې او لوبډله يې په يو ښه موقف کې پرېخودله. ٢٩٩ منډې ناممکن نه وې خو پوره کول يې هم دومره ساده خبره نه وه او د پاکستان لوبغاړو په دوهمه لوبه کې دا ثابته کړه. افغان لوبډلې خپل وار کې يوه اوږده ملګرتيا جوړه نه کړه چې له کبله يې د ٥٦ منډو په توپير د ٣ يو ورځنيو لوبو لومړۍ هغه وبايلله.

٢: زيات معلومات-  دا پاسه معلومات يواځې د هغه چا لپاره بسنه کوي چې د لوبې له ګټې او بيل ځان خبرول غواړي، حال دا چې د کرېکټ مينه وال او پوهان چې غواړي د جزئياتو په اړه وپوهېږي  نور معلومات غواړي او ورزشي خبريال يې بايد په يو يا دوه پرګرافونو کې ورته وړاندې کړي.

د بېلګې په توګه د کرېکټ بورډ په پرمختيايي لوبډله کې بايد د شاپور ځدران په شان وتلي باولر اچول شوى وى، د شبير نوري نه موجوديت هم دوي ټکني کړل، د نوروز منګل په شان يو پخواني لوبغاړى بايد د لوبډلې کپتان ټاکل شوى وى چې د حبيب بانک لوبدلې د لوبدل مشر عمران فرحت سره يې تکتيکي لوبه کړى وى. همدا شان بايد په دې اړه هم خبرې وشي چې امام الحق په دې يوه لوبه کې ١٨١ منډې وکړې او افغان توپ اچوونکو د هغه د ضعف نکته پيدا کړه چې د لوبې د بېلات يوه بېلګه کېدلي شي.

 د کرېکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې يو ورځينۍ لوبه په داسې حال کې بايلودله چې له دې وړاندې په څلور ورځينيو لوبو کې افغان لوبغاړو ورته ثابته کړې وه چې په اسانۍ ترې لوبه نه شي گتلي، لومړۍ ټيسټ لوبه ډراو شوې وه او دوهمه لوبه د ٢١٦ منډو په توپير افغان لوبډلې ګټلې وه.

٣: نقل قول-  دا هغه ځاى دى چې ورزشي خبريال بايد د دواړو لوبدلو له روزونکي او يا هم يو مهم لوبغاړي نظر واخلي. ورزشي خبريال کولى شي د هر يو له نظر وړاندې يو ليډ راوړي او يا هم نېغ په نېغه د روزونکي يا لوبغاړي نظر راوړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې کپتان جاويد احمدي وايي چې توپ اچوونکي يې تازه دمه لوبغاړي دي، خو کافي تجربه نه لري، د شاپور ځدران کمې محسوسېدلو او که زموږ توپ اچوونکو د امام الحق د ضعف نکته پيدا کړى وى، هدف به دومه لوړ نه وى.
روزونکي ر‌ئيس احمدزي وويل د امام الحق سليزه او درېدل د کرېکټ بورډ د مختيايي لوبډلې د ماتې اصلي لامل و. ” که زموږ توپ اچوونکو د حبيب بانک لوبډله ملګرتيا جوړولو ته نه وى پريښى  او د امام ويکټ يې تر لاسه کړى وى، لوبه په زموږ په ګټه وى.

٤: بقيه يا پاتې برخه-  ورزشي خبريال چې کله مهم معلومات او نقل قولونه وړاندې کړي، نو بيا کولى شي چې د ټولې لوبې په اړه خبرې وکړي. دا به لا ښه وي چې يو دوه لوبغاړو په اړه خبرې وشي او نقل قولونه يې واخيستل شي.

د ورزشي راپورونو او مقالو تر شا يوه خبره موجود ده چې ډيرى لوبې خلک په تلوزېون په ژوندۍ بڼه ګوري او يا هم د سوشيل ميډيا له لارې په ثانيو کې خبرېږي، خو يو ورزشي خبريال بايد د لوبې ټولې مهمې پېښې او صحنې ياداشت کړي چې وروسته يې ليدونکو ته د راپور په توګه وړاندې کوي، د مهمو لوبغاړو او روزونکو مرکې د لوستونکي او اورېدونکي لپاره ډېر ارزښت لري او کولى شي خپل ليدونکي او لوستونکي راپور ته جذب کړي.

دا د يو ورزشي خبر لپاره تر ټولو ساده لاره ده او داسې نورې ډېرې لارې چارې دي چې يو ورزشي خبريال چې غواړي د ورزشي مينه والو ته د لوبغالي له منځه راپور ورکړي کولى شي ترې ګټه واخلي چې په راتلونکو ليکنو کې به پرې بحث وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *