جوایز ورزشي/ ورزشي جایزې

  د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون په اړه

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون چې مرکز  يې په کابل او تر څنګ يې په نورو ولايتونو کې هم استازولۍ لري د ورزشي خبريالانو د نړيوال فدراسيون دايمي او رسمي غړيتوب لري . د ورزشي خبريالانو نړيوال فدراسيون د نړۍ په ۱۰۹ هېوادونو کې فعاله استازولۍ لري او ټول ټال ۱۵۹۰۰۰ فعال خبريالان غړي لري.
د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون په افغانستان د ورزشي خبريالانو یواځينۍ ستر او رسمي مرکز دی چې د ورزش او ورزشي خبريالانو د پرمختګ او ظرفيت لوړنې لپاره کار کوي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون په ۲۰۱۵ کال کې رسما د ورزشي خبريالانو د نړيوال فدراسيون غړيتوب تر لاسه کړ او په هېواد کې يې فعالیت پيل کړې چې دمګړۍ په ټول هېواد کې ۱۲۳ تنه رسمي غړي خبريالان لري چې په بېلابېلو برخو کې د ورزش د ودې لپاره کار کوي.

فدراسيون ژمن دی چې د ورزشي خبريالانو لپاره ډول ډول پروګرامونه او طرحې وړاندې کړي چې له لارې يې وهڅول شي تر څو د ورزش لپاره لا رغنده ګامونه پورته کړي.

د انسانانو ورزشي مینه او لیوالتيا نړيواله ده، د ټولو ملي او سيمه ييزو اختلافونو له منځه وړلو او د غوره کسانو د هیلو پوره کولو په موخه د افغانستان د ورزشي خبريالانو د جايزو لړۍ په نږدې کې پېلېدونکي ده.
د ورزش ارزونه، لوبغاړو  او ورزش ته ځانګړې پاملرنه هغه کسان چې ورزش ورته مینه ښکاري او هغه کسان چې خپلو مينه والو ته عجایب ښايي، ځانګړيو لیدلورو باندې بحث کوي او لیدلوری يې د ستاينې وړ وي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو جايزې د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون له خوا جوړېږي چې کابل به يې کوربه وي. دغه پروګرام به د افغانستان په کچه په خپله بڼه کې یو بې ساری او لومړی پروګرام وي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون وياړي چې په لومړي ځل په معياري توګه د ورزش د خبريالانو لپاره دغه شان پروګرام جوړوي، موږ په دې هڅه کې يوو چې په راتلونکي کې دغه جايزې سيمه ييزې او آن نړېوالو ته ورسوو.

ددغه جايزو موخه په ټوليزه توګه د ورزش او ورزشي خبريالانو پرمختګ او په ځانګړې توګه د هغه ورزشي خبريالانو ستاينه چې ښه کار کوي او نورو تازه او ځوانو ورزشي خبريالانو ته د آیډیال په توګه ثابت شي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو جايزو کې د تلويزیون او راډیو  ژورنالیستان، خبريالان د ورځپانو خبريالان، کالم ليکونکي، د ورزش مبصرين او وياندان او ورزشي عکاسان برخه اخیستلی شي. ټول خبريآلان آزاد دي چې د جايزې لپاره په خپله خوښه یو راپور انتخاب کړي او درې نور راپورونه د جايزو کمېټې درې کسيزه پلاوي ته د هغه د خبريالۍ د ثبوت په موخه وړاندې کړي. همدا شان هر ګډونوال باید د خپلې رسنۍ له خوا د موجوده کار کولو یو لیک وړاندې کړي او تر څنګ يې د ښه کار کردګۍ په اړه د خپل اډیټور ډاډلیک هم باید فدراسيون ته وړاندې کړي. ددغه ټولو اسنادو سربېره باید خپله سي وي هم فدراسيون ته واستول شي.

هغه خبريالان چې په تصويري رسنيو کې کار کوي، باید د خپلو ویډيوي راپورونو لنکونه د فدراسيون سره شريک کړي او هغه خبريالان چې د راډيو سره کار کوي کولی شي د سي ډي او یا هم د لنک له لارې خپل راپورونه شريک کړي.  د چاپي او انلاین رسنيو خبريالان هم باید د خپلو راپورونو لنکونه او یا پی ډي ايف فایلونه د جايزو کمېټې ته وسپاري او عکس اخیستونکي یا ویډیو خبريالان باید د پنځه بیلابیلو ورزشونو په اړه خپلې ويډیوګانې او عکسونه فدراسيون سره شريک کړي او يا يې لنک واستوي.
هغه خبريالان چې ډاکومنټري ولري هم کولی شي لنکونه يې د جايزو کمېټې ته واستوي.

ټول خبريالان باید د ټاکلې نېټې وړاندې نوم لیکنه وکړي او  د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر  د مياشتې له ۳۱ مې نېټې وړاندې يې نهايي کړي.

د اسنادو له تر لاسه کولو وروسته فدراسيون دوه کمېټې ټاکي چې یوه درې کسيزه کمېټه د اسنادونو او راپورونو د حقيقت پلټنه کوي او بیا يې په یو جلا لیست کې اچوي چې په هغه کې به د راپورلیکوال نوم نه وي او جوري یا د غوراوي کمېټې ته يې وړاندې کوي.
د غوراوي پنځه کسيزه کمېټه بې له دې چې  نوماند ته وګوري د هغه په اړه ارزونه کوي او د ژورنالیزم د معيارونو له مخې راپورونه، ويډیوګانې، کالمونه او یا هم عکسونه ارزوي او بېرته يې لومړۍ کمېټې ته د هغوی د درجو سره سپاري.

درې کسيزه کمېټه يې د هغوی د نومونو سره یوځای کوي او پایله يې بېرته د غوراوي کمېټې ته وړاندې کوي چې هغوی يې په ګډه د رايه اچونې لپاره نوماندوي او د یوې عمومي رايي او ټاکنو له لارې ګټونکی اعلانېږي.
همدا شان له ټولو خبريالانو هیله کېږي چې په افغانستان کې د ټولو ورزشي ادارو په اړه خپل نظر هم وليکي چې په پايله کې د خبريالانو د نظرونو پر بنسټ غوره ورزشي اداره هم اعلانېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *