نسیم الله دانش په ستره غونډه ونازول شو

محمدرحیم سکندر –

په خوست کې د رسنیو مسوولینو او مدني فعالانو د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د لاسته راوړنو په ویاړ ستاینغونډه تر سره کړه .

دا شانداره غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې په یاد ولایت کې د شهیدانو اونۍ په اړه په بېلابېلو ځایونو کې غونډې نیول شوې وې، سره له دې چې غونډې ته پخپله دانش نه و راغلی، له دې سره سره چې د ملي لوبډلې لوبغاړي نه وو راغلي، خو بیا هم په ستره کچه د کرکټ بورډ او د دانش مینوال حاضر وو او هر ویناوال یې په غورځیو او چکچکو بدرګه کاوه .

له کرکټ بورډ څخه راغلی پلاوی هر یو د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ، ضیا ودان او رحیم ګل نایل حاضر وو .

په سر کې طالب منګل د دانش لنډه پېژندنه وړاندې کړه .

نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل: د ولسمشر محمد اشرف غني له دې ټاکنې راضي یو چې کرکټ بورډ ته یې وړ کس نسیم االله دانش ګومارلی دی، تر اوسه په خپله ور سپارل شوې دنده کې د تمې خلاف مخ په بره ران دی،د اداري پرسنول او لوبغاړو تر څنګ ولس ترې راضي دی.

مونږ باید داسې ونه وایو چې ځوانان د ټولنې راتلونکی دی، بلکې ځوانان د ټولنې حال دی، ځکه د دانش استعداد، پراخه اړیکې او نړیوالو ته د افغانستان تصویر په ښه ډول ورپېژندل د یو ځوان د حال په فعالیت دلالت کوي.

د غونډې په یوه برخه کې نسیم الله دانش هم د ټلیفون پر لیکه له ګډونوالو او رسنیو مننه وکړه او تر څنګه یې بښنه وغوښته چې په نننۍ غونډه کې که څه هم زه نه یم موجود، خو تاسې زما په نشتون کې په بې ساري ډول مینه راکوئ.

دغه راز دانش وویل: نن ما د اسټرالیا له سفیر سره لیدنه درلوده، په ځینو مهمو مسایلو مو خبرې ور سره لرلې، نو له همدې کبله ونه توانیدم چې برخه در سره واخلم. زه مو پوروړی یم او د دې په بدل کې به هیوادوالو ته انشاءالله ستر زیري ولرم او عملي کوم به یې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپلو خبرو کې وویل: تر کومه چې زه دانش پېژنم، ځکه زه تر نورو زیات ور سره پاتې شوی یم، دانش له پخوا په بورډ کې په بېلابېلو بستونو کې کار کړی، په اجرایه ریاست پاتې شوی، همدا راز چې اوس د بورډ عمومي مشر دی، نو په خپله اداره کې تر هر همکار زیات او تر ناوخته په خپله دنده بوخت وي، حتی د رخصتیو پر مهال هم دفتر ته راځي او پر ځینو پلانونو مخکې له مخکې کار کوي.

دغه راز هوتک پخپلو خبرو کې نسیم دانش پخپله دنده کې صادق او په اداره کې یې وړو، وړو نقطو ته متوجې مشر وباله.

د غونډې په پای کې هغه ستاینلیک چې ښاغلي نسیم الله دانش ته برابر شوی و؛ د رسنیو مسوولینو لخوا د دانش په نمایندګي فرید هوتک ته ور کړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *