د کرکټ بورډ پخواني رئیس نسیم دانش هم روژه ماته کړه

تېره ورځ افغان کرکټ بورډ له ۲۵۰ ورځو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله کې د تغیراتو په موخه بدلون راووست. دې پرېکړه کې راشد خان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای یې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ټولو فارمټونو ته لوبډلمشر او راشد خان چې په دې ورځو کې په سعودي عرب کې دی او هلته د عمرې په مراسمو بوخت دی، مرستیال لوبډلمشر اعلان کړ.

دې پرېکړې په کور دننه او بهر د ډېرېو افغانانو توند غبرګونونه راپارولي دي چې شېبه وړاندې د افغان کرکټ بورډ پخواني رئیس نسیم دانش هم له ډېرو ناویلو پرده پورته کړه.

نسیم دانش په خپله رسمي فسبوک پاڼه هغو ټکو ته اشاره کړې ده چې تر اوسه یې پرې خپله خوله تړلې وه.

دی زیاتوي:

د کرکټ ملي لوبډلې اساسي د بې اتفاقیو او بربادیو مشکل له هغه وخته پیل شول چې له نړیوال جام مخکې لوبډلمشر بدل شو، او پر ځای یې داسې کس لوبډلمشر شو چې د لوبډلمشر او ځینو مهمو لوبغاړو نه خوښيده.
نسیم دانش چې د افغان کرکټ بورډ ریاست یې کلونه کلونه پر مخ یوړ، د کرکټ بورډ د پرونۍ پرېکړې په اړه خپل توند غبرګون وښود.

دی زیاتوي چې همدا ستونزه حل کېدی شوه، خو چې ځینو سیاسي او د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ پخوانیو چارواکو مثبت رول لوبولی وای، د هیوادوالو احساسات او ګټې یې په نظر کې نیولي وی. په ځانګړي توګه عاطف مشعل او شفیق ستانکزي ‌‌‌‌‌‌د لوبډلې په بې اتفاقه کولو او بنیادي مشکل جوړولو کې په ‌‌‌‌‌‌ډیرې بې شرمۍ سره منفي رول ولوباوه

د کرکټ بورډ دا پخوانی رئیس زیاتوي:

که ګلبدین وایي چې اصغر د محاکمه شي نو زه وایم چې مشعل او شفیق د هم محاکمه شي.
د اوسنیو سختو مشکلاتو د بیرته سمولو لپاره اوس هم ولسمشر وخت لري چې یو په کار پوه، پاک، ژمن، مدبر او باتعلیمه رهبر ورته وټاکي او هر څه ورته په یو میاشت کې سم کړي