گلبدین نائب: څوک چې باید محاکمه شي، ورسره یو ځای لوبه نه کوم

د افغانستان کرېکټ بورډ د راشد خان پر ځای د شل اوریزو نړیوال جام او اسیا جام لپاره د غوره تیاری لپاره اصغر افغان بېرته لوبډلمشر وټاکه. نوموړی به بېرته ټېسټ، نړیوالې یوې ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې د ملي لوبډلې مشري په غاړه ولري.

خو دغې پرېکړې څخه وروسته د کابل په وخت د ماښام ۵:۳۰ بجې گلبدین نایب خپل رسمي فېسبوک پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړې او د اصغر افغان او د نوموړي ډلې له خیانت څخه يي پرده پورته کړه.

گلبدین نایب وویل چې اصغر افغان او ورسره ملگري يي نړیوال جام کې پر افغانستان ملنډې ووهلې او د کرېکټ بورډ پرېکړې په غبرگون يي لوبه نه کوله، چې له امله يي افغانستان نړیوال جام کې اته پرلپسې سختې ماتې تجربه کړې.

گلبدین نایب وویل: «په ژوند کې مې دوه ځلي ژړلي. یو هغه مهال چې مې لور وفات شوه او بل هغه مهال چې دغو خاینو لوبغاړو له امله مو نړیوال جام کې پرلپسې ماتې وخوړلې. زه به کوټه په کوټه دغو لوبغاړو ته تلم چې د خدای لپاره زما لپاره نه بلکه د هېواد لپاره سمه لوبه وکړئ، خو هغوی به ځواب کې راته ویل چې دا هر څه تا کړي اوس لوبه هم خپله کوه.»

گلبدین نایب دغو څرگندونو پر مهال وویل چې له همدې امله تر څو چې اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وي ملي لوبې نه کوي، خو بیا هم کورنیو سیالیو او کرېکټ بورډ سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. نوموړی همداراز وویل چې د کرېکټ بورډ پرېکړې ته بشپړ درناوی لري خو زړه يي نه مني چې د یو داسې لوبغاړي تر مشرۍ لاندې چې پر افغانستان يي ملنډې وهلي لوبې وکړي.

نوموړی وویل چې لوبډلمشرۍ سره مینه نه لري، چې له همدې امله نوموړی لومړی کس و چې راشد خان ته يي د لوبډلمشرۍ مبارکي وویله خو اوس داسې یو کس سره چې باید هېواد سره د خیانت له امله محاکمه شي یو ځای لوبه نشي کولی. گلبدین نایب همداراز وویل چې اصغر افغان سره محمد نبي عیسی‌خېل او راشد خان هم دغه خیانت کې شریک دي چې مشري يي عاطف مشعل کوي. نوموړی همداراز زیاته کړه چې عاطف مشعل په کرېکټ بورډ کې د ټولو بدبختیو اصلي لامل دی. نوموړی وویل چې د کرېکټ نړیواله شورا اوس هم د عاطف مشعل د فساد دوسيي څېړي .

نوموړی د حشمت الله شهیدي اړوند هم څرگندونې وکړې او ویي ویل ایا چا دا پوښتنه وکړه چې حشمت الله شهیدي ولې له لوبډلې څخه وویستل شو؟ گلبدین نایب په دې اړوند وویل چې حشمت الله شهیدي یوازې له دې امله چې نړیوال جام کې يي د هېواد لپاره زما ننگه وکړه له لوبډلې څخه د اصغر افغان او ملگرو له لوري يي وویستل شو.