ګلبدین نائب: هیله مندي شته چې نن د سریلانکا خلاف ښه لوبه وکړو

ـــ تاند

د افغان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو دوه نوموتو لوبغاړو هر یو (لیست ملینګا او ګلبدین) نائب له لوبې دمخه خپلو لوبغاړو ته دښې لوبې کولو په امکان یو د بل د ماتولو ادعاوې کړي دي. د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي لسیت ملینګا له خپلو منډه جوړوونکو غوښتي چې د افغانستان خلاف لوبې کې فشار ونه مني او په حوصلې لوبه وکړي.

یاد تېز توپ ویشتونکي له افغانستان سره تر لوبې وړاندې خبریالانو ته وویل چې لوبډله یې له حالاتو سره بلده ده او یوازې باید په لوړ مورال ولوبیږي.

هغه وویل: “زه پوهیږم چې پر موږ فشار دی، خو باید له فشار پرته لوبه وکړو او خپله هڅه وکړو.”

هغه وویل چې د افغانستان په لوبډلې کې ځینې لوبغاړي په نړیوالو تجارتي لیګونو کې لوبیږي او په خبره یې پوهیږي چې کله لوبه تیزه کړي. په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان ګلبدین نایب هیله ښودلې ده چې سریلانکا ته ماتې ورکړي.

افغان لوبډلمشر ګلبدین نائب خبريالانو ته وویل “زه هیله لرم چې د سریلانکا خلاف به ښه لوبه وکړو. که موږ پوره ۵۰ اورونه ولوبوو او توپوهنه وکړو، د هغوی لپاره به لوبه سخته شي او هغویو په دې وروستیو کې ډېرې سیالۍ بایللي دي.”

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبه د سه شنبې په ورځ (جون۴) ده. سریلانکا د نړیوال جام په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پر نیوزلنډ او افغانستان بیا پر انګلنډ بایللې ده. دواړه به هڅې کوي چې خپل لومړی بری ثبت کړي.