آی سي سي افغان کرکټ ملي لوبډلې ته پېغور ورکړ

ــ تاند

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي افغانستان د کرکټ د ستورو محمد شهزاد او راشد خان د نڅا یوې ویډیو ته لیکلي دې که نړیوال جام ګټل په تفریح وۍ، نو افغان لوبډله به یې ګټونکې وه.

د کرکټ نړیوالې شورا یوه ویډیو ټویټ کړې ده چې پکې د افغانستان د کرکټ مخکښه ستوري او برید کوونکي لوبغاړي محمد شهزاد او ګوګلي ماسټر راشد خان د هندي سندرې سره نڅا کوي، د آی سي سي دغه ټویټ کې لیکل شوي دي چې که چیرته د نړیوال جام جایزه هغه چاته ورکړل شي چې زیاته تفریح کوي، نو د افغانستان لوبډله څرګنډه ګټونکي ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا دغه ټویټ په یو څو ساعتونو کې په زرګونو ځله شریک کړای شو او همدغه ډول ترینه کتونکو خوند واخیستلو، په ویسټ انډیز کې د محمد شهزاد د نڅا یوه بله جالبه ویډیو چې څه موده مخکې خپره شوي وه، د مینه والو پام ځان ته اړولی و.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا نه خپله لوبه وبایلله، خو په ټولنیزو رسنیو د شهزاد او د راشد دغه ویډیو د مینه والو توجه راجلب کړي وه، له بله خوا اوس په ټولنیزو رسنېو کې پر افغان لوبډله د توپوهنې په لاین بېلابېل بحثونه روان دي.

د کرکټ یو بل مخکښه مبصر جعفر هاند په خپل ټویټر لیکلي:

 یاده دې وي چې له دې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې په یاد نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي اسټرالیا ته بایلوده.