افغانستان نړیوال جام ته د رسېدو چانس له لاسه ورکړ

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي لپاره درېمه مسابقه پر هانګ کانګ وبایلله.

د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې مخامخ شوې او لومړی هانګ کانګ بیټنګ وکړ.

هانګ کانګ په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۴۱ منډې وکړې.

د باران د اورېدو له کبله څو اورونه کم شول خو بیا هم افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې هدف پوره کړي او په دې توګه یې دا سیالي په ۳۰ منډو وبایلله.

دې ماتې نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د وتلو چانس ختم کړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله د شنبې په ورځ له نیپال سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ مینه وال په وروستیو درو ماتو سخت نهیلي شوي دي.

تر دې وړاندې د نړیوال جام د غوراوي دوې نورې مسابقې افغان ټیم پر سکاټلنډ او زیمبابوې وبایللې.