د افغانستان کرکټ بورډ د پر له پسې ماتو په خاطر بخښنه وغوښته

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې پر نه اټکلېدونکو ماتو خواشینی دی او په دې خاطر د کرکټ له ټولو مینه والو بخښنه غواړي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي وروستی چانس له لاسه ورکړ.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ په ۳۰ منډو پر هانګ کانګ وبایلله. دا ماته د کرکټ ګڼو بهرنیو مبصرانو حیرانوونکې بللې ده.

کرکټ بورډ وايي، هیواد ته د لوبډلې له راستنېدو وروسته به د روزونکي او نورو د نظرونو له اورېدو وروسته پر خپل بل ګام غور وکړي.

« موږ به هڅه کوو چې د ستونزې اصل څرګند او لازم اقدامات ترسره کړو. لکه څرنګه چې تاسو په حقه د لوبډلې له پایلو ناخوښه یاست دغه راز لوبغاړو او د ادارې مسوولینو ته هم دا حالت د منلو وړ نه دی.»

که څه هم ډېر افغانان د هرې لوبې له بایللو وروسته احساساتي کېږي او احساساتي څرګندونې کوي؛ ځینې کیپتان ملامتوي او ځینې د غوراوي کمېټه خو وروستیو درو سیالیو، چې د کیپتان په نشتون کې وشوې، ښکاره کړه چې باید له احساساتو کار وانخیستل شي.

خو له دې سره سره کرکټ بورډ ته پکار دي چې د احسان الله په شان د هغو لوبغاړو په اړه بیا غور وکړي چې په دې سیالیو کې ښه ونه ځلېدل.