د فوټبال د فدراسیون مشر د نجونو د لوبډلې پر جامو بخښنه وغوښته

تاند- د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نجونو د فوټبال لوبډلې د جامو په خاطر بخښنه وغوښته.

د فوټبال د فدراسیون ريیس کرام الدین کرام بې له دې چې د اردن په وړاندې د افغان نجونو د فوټبال د مسابقې د خرابې نتیجې یادونه وکړي، ویلي چې د ټیم لوبغاړو غیر شرعي او د افغانستان د قوانینو خلاف یونیفورم اغوستی و.

د افغانستان د فوټبال د نجونو ملي ټیم دوی اوونۍ وړاندې په عمان (امان) کې د اردن له لوبډلې سره دوی مسابقې وکړې او دواړه یې وبایللې.

لومړۍ یې ۶ پر صفر او دوهمه ۵ پر صفر وبایلله.

Football, women , Afghan خو کرام الدین کریم وروسته له دې د خپل ټیم د لوبغاړو د جامو پر څرنګوالي بخښنه وغوښته چې د افغان لوبغاړو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول او یو شمېر کسانو پرې نیوکې وکړې.

د فوټبال د فدراسیون مسوولان وايي چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي له اروپايي او امریکايی هیوادونو راغلي او هغوی په همداسې جامو کې له لوبو سره عادت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *