له زیمبابوې بري په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان یوه درجه مخکې کړ

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ زیمبابوې ته په ۱۰ویکټونو او ۱۷۳ توپونو ماتې ورکړه او د یو ورځینیو سیالیو د لړۍ جام یې خپل کړ.

تر دې وړاندې افغانستان دواړه ۲۰ اوره سیالۍ هم ګټلې وې.

2زیمبابوې، چې پچه یې ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۱۳۴ منډې کړې وې. ۱۶ کلن مجیب الرحمن ۵ لوبغاړي وسوځول. مجیب د کرکټ په دنیا کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۵ لوبغاړي سوځوي. تر ده پخوا د پاکستان وقار یونس د ۱۸ کلونو او ۱۶۴ ورځو په عمر ۵ ویکټونه اخیستي وو.

2د زیمبابوې لپاره یوازې بریندن ټایلر ښه بیټنګ وکړ. ده ۳۰ منډې وکړای شوې.

راشد ارمان ۲ لوبغاړي وسوځول او ۲۸ منډې یې ورکړې.

په روانو سیالیو کې محمد شهزاد د لومړي ځل لپاره د پخوا په شان ښه بیټنګ وکړ. ده ۷۵ او احسان الله ۵۱ منډې وکړې او بل لوبغاړي ته یې د لوبېدو زحمت ورنه کړ.

دې بري د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ / رینکینګ کې افغانستان ته لسم ځای ور په برخه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *