د ملي لوبډلې اړتياوې او نيمګړتياوې

حقمل مسعودزی  

افغان کرکټ ملي لوبډله له پيله تر اوسه ځينې اړتياوې او نيمګړتياوې لري. دغه اړتياوې او نيمګړتياوې په بېلابېلو برخو کې دي، چې له ډلې يې کله د بېټېنګ په برخه کې وي، کله د بالېنګ په برخه کې، کله د فيلډينګ او کله هم په لوبډلمشري کې.

افغان لوبډلې که څه هم د تېر په پرتله خورا توپير کړی او په لوبو کې يې مثت بدلون راغلی، خو لا هم په ځينو برخو کې جدي اړتياوې او نيمګړتياوې موجودې دي.

زموږ د کرکټ لوبډله له ډېره وخته د تېز توپ اچوونکو په برخه کې ستونزه لري، موږ تر اوسه داسې تېز توپ اچوونکي نه لرو، چې د نړيوالو تېز توپ اچوونکو حساب پرې وشي، د تېزې توپ اچونې په برخه کې يوازې دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ دي، چې د نورو افغان بالرانو په پرتله په ډېرو لوبو کې لوبېدلي او تر يو بريده تجربه لري، خو بسنه نه کوي؛ ځکه که شاپور ځدراڼ وګورو، په يو ورځنيو لوبو کې لومړي څلور اورونه ښه تر سره کولی شي، خو له هغه وروسته بيا هغه ډول بالېنګ نه شي کولی، لکه څنګه چې تمه ترې کېږي.

د شاپور ځدراڼ له څلور اورونو وروسته د خراب بالېنګ يو لامل ښايي دا وي، چې نوموړی رن اپ يا هغه ځای، چې دی د بالېنک کولو لپاره منډه ترې اخلي اوږد دی، ژر ستړی کيږي او انرجي له لاسه ورکوي.

شاپور که رن اپ کم کړي، شايد په بالېنک کې يې تېزوالی زيات شي او همدارنګه به انرجي هم له لاسه نه ورکوي، چې ښه بېلګه يې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ اچوونکی وسيم اکرم دی. وسيم اکرم هم کيڼ لاسی توپ اچوونکی و، د هغه وخت تر ټولو باتجربه او تر ټولو زيات ويکټ اخيستونکی و.

شاپور ځدراڼ يوازې د شل اوريزو لوبو لپاره جوړ دی؛ ځکه چې په شل اوريزو لوبو کې يو توپ اچوونکي ته د څلور اورونو اجازه وي او شاپور ځدراڼ هم درې يا څلور اورونه ښه تر سره کولی شي.

د دولت ځدراڼ تر ټولو لوی ښه والی دا دی، چې ژر نه ستړی کېږي، خو په دولت کې يوه لويه ستونزه دا ده، چې ژر تر تاثير لاندې راځي او ژر غوسه کيږي، کله چې توپ وهونکی شاټ پرې ووهي، غوسه شي او ژر يې تر تاثير لاندې راځي، خو کرکټ د حوصلې لوبه ده، بايد په توپ اچونه کې له حوصلې کار واخيستل شي. داسې نه ده، چې توپ وهونکی دې شاټ نه پرې وهي، توپ وهونکی هم د شاټ لپاره راوتلی وي، د دولت ځدراڼ غوسه کېدل او تر تاثير لاندې راتللو پايله دا وي، چې ډېرې منډې ورکوي.

خدای ج مه کړه، که دولت ځدراڼ ناروغ شي، موږ يې داسې بديل نه لرو ، چې پر ځای يې ولوبېږي. داسې تېز توپ اچوونکي ته جدي اړتيا ده، چې د نړۍ په کچه مشهورو لوبغاړو ته په پوره حوصله او زړورتيا توپ اچونه تر سره کړی شي.

د سپېن بالېنګ يا ورو توپ اچونې برخه مو د نړۍ له مشهورو لوبډلو څخه ښه شوې او ورو توپ اچوونکي مو د نړۍ په کچه شهرت لري، چې د هغو له ډلې محمدنبي عيسی خېل، راشد خان او نوی ځوان مجيب ځدراڼ دی. دغه سپېن بالران د اوس وخت لپاره په لوبډله کې بسنه کوي، خو تېزو بالرانو ته جدي اړتيا ليدل کېږي.

د لوبډلې يوه بله لويه ستونزه د توپوهنې په برخه کې ده، چې لا هم د ټولو فرمټونو لپاره توپ وهونکي نه لرو، پرته له يو څو توپ وهونکو يې نور ټول غير مسلکي توپوهنه کوي.

شهزاد محمدي او نجيب ځدراڼ که څه هم په تېزه توپ وهنه مشهور دي، خو توپ وهنه يې هغسې مسلکي نه ده، لکه د نورو نړيوالو لوبډلو د توپ وهونکو، دوی په توپ وهنه کې پښې نه کاروي يانې فوټ ورک نلري، کله چې توپ وهونکی فوټ ورک ونلري، د هغه لپاره سټرايک روټېشن يا يوه او دوه منډې ډېرې ستونزمنې وي، چې يوه يا دوه منډې نه جوړول په لوبو کې د بېټسمېن او لوبډلې لپاره ستونزې جوړولی شي.

شهزاد که څه هم مسلکي توپوهنه نکوي، خو په لوبډله کې يې شتون پر مقابله لوبډله ډېر اغېز لري او د ويکټ ساتنې يا ويکټ کيپينګ لپاره هم ډېره اړتيا ورته ليدل کېږي؛ ځکه موږ تر اوسه داسې ويکټ ساتونکی هم نه لرو، چې هم توپ وهنه وکړی شي او هم ښه ويکټ کېپېنګ.

په توپوهنه کې تر يو بريده مسلکي بېټسمېنان لرو، چې د نورو توپ وهونکو په پرتله يې حوصله زياته ده او په ميدان کې ډېر پاتې کېدلی شي، چې له ډلې يې رحمت شاه زرمتی، محمد نبي عيسی خېل، نورعلي ځدراڼ، ناصر جمال، حشمت الله شاهدي او يو څو نور لوبغاړي دي.

د يادو کسانو له ډلې يې يوازې نبي عيسی خېل په ټولو فرمټونو کې لوبېدلی شي او پاتې لوبغاړي يوازې په ټېسټ او يو ورځنيو لوبو کې ښه لوبه کولی شي. زموږ ځينې لوبغاړي، چې اصلآ د شل اوريزو لوبو لپاره نه دي جوړ، بيا هم په ټولو فرمټونو کې لوبه کوي.

موږ د بل هر هېواد په څېر بايد د شل اوريزو، يو ورځنيو او ټېسټ لوبو لپاره ځانګړي، ځانګړي لوبغاړي ولرو.

د ۱۹ کلنو لوبډلې تېرو لوبو ته که وګورو، د ملي لوبډلې په پرتله يې حوصله او وړتيا، څه نا څه ښه ده. افغان کرکټ بورډ بايد د ۱۹ کلنو لوبډلې په يو شمېر لوبغاړو جدي کار وکړي او ژر تر ژره يې په ملي لوبډله کې د لوبېدو لپاره چمتو کړي او هغه تشه پرې ډکه کړي، چې اړتيا ورته ليدل کېږي.

د ۱۹ کلنو د لوبډلې په خپل حال پاتې کېدو لپاره دې، په ولايتونو کې يو شمېر لوبغاړي غوره کړي، موږ په ولایتونو کې د کرکټ به برخه کې وړ استعدادونه لرو، هغوئ دې راپورته کړل شي او موقع دې ورکړل شي.

د دې لوبغاړو په انتخاب کې دې د اړيکو پر ځای، وړتيا په پام کې ونيسي.

بله مهمه ستونزه د لوبډلمشري ده، اصغر ستانکزی که څه هم لوبډله ښه مديريت کوي، د ده په لوبډلمشري کې افغان لوبډلې ډېرې لوبې ګټلې دي او د هيواد لپاره يې لاسته راوړنې د هېرولو نه دي، خو په اوس وخت کې د توپ وهنې په برخه کې ډېرې نيمګړتياوې لري، له څه باندې يو کال راهيسې په يوه لوبه کې هم ښه نه دی ځلېدلی، چې د لوبډلمشر ښه لوبه نه کول په نورو لوبغاړو منفي تاثير کوي او مورال يې کمزوری کوي.

اصغر ستانکزی، چې يوازې توپ وهونکی دی، بالېنګ نه شي کولی، خو توپ وهنه يې په اوس وخت کې په نشت حساب ده، که هر څومره خرابه لوبه وکړي، په لوبه کې به وي؛ ځکه لوبډلمشر دی، له لوبو نشي کېناستی، نو اصغر ستانکزی د يو لوبغاړي ځای نيسي.

افغان کرکټ بورډ ته په کار دي، چې د لوبډلمشري لپاره يو داسې لوبغاړی غوره کړي، چې يا بالېنګ وکولی شي او يا هم ښه توپ وهنه وکړي، چې په دې کار سره به ځينو لوبو کې اصغر ستانکزی تر هغه وخته له لوبو کېنول کېږي، چې خپلې نيمګړتياوې لرې کړي او پر ځای به يې يو بل لوبغاړي ته موقع ورکول کېږي.

که افغان کرکټ بورډ او لوبغاړي پورته ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، زه باوري يم، چې په ډېر کم وخت کې به زمونږ لوبډله ډېر پرمختګ وکړي.

د اباد او سوکاله افغانستان په هيله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *