شنونکي د افغانستان د لوبډلې د بري چانس زیات ویني

تاند- د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې د افغانستان او زیمبابوې لوبډلې نن /شنبه/ د هند په نګپور کې په یوه خورا مهمه مسابقه کې مخامخ کېږي.

افغانستان او زیمبابوې په بي ګروپ کې دي او دواړو دوې- دوې مسابقې ګټلي دي. د نننۍ مسابقې اهمیت په دې کې دی چې ګټونکی یې د نړۍ له لسو غوره لوبډلو سره یوځای کېږي خو بایلونکی یې د مسابقو له دوامه وځي.

د نړۍ د کرکټ اکثره شنونکي او رسنۍ د افغانستان چانس زیات ویني.

افغانستان د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې نهم مقام لري، خو زیمبابوې یوولسم دی.

زیمبابوې په څلورو وروستیو مسابقو کې هیڅ یوه له افغانستانه نه ده ګټلې.

پر دې سربېره په روان شل اوریز جام کې افغانستان سکاټلنډ ته په اسانه ماتې ورکړه او هانګ کانګ یې هم په ډاډه زړه مات کړ خو زیمبابوې دواړو ټیمونو ته په ګرانه ماته ورکړای شوه.

د نړیوالو رسنیو پر اساس د افغانستان لوبغاړي په بیټنګ کې تکړه ښکاري خو د زیمبابوې لوبغاړي په بیټنګ کې ستونزې لري. د دوی تر ټولو تکړه بټسمن او کیپتان همیلټن مساکدزه (Hamilton Masakadza) په دواړو مسابقو کې رن اوټ شو او د دغه ټیم ټاپ ارډر د میډل ارډر لپاره راڼه ستوري وړاندې نه کړای شول.

د زیمبابوې باولران هم چندان تکړه او له دقته برخمن نه دي.

د افغانستان بل امتیاز نندارچیان دي. احتمالاً اکثره نندارچیان د افغانستان ټیم تشویقوي.

د زیمبابوې د ټیم احتمالي لوبغاړي:

Zimbabwe (probable): Hamilton Masakadza, Vusi Sibanda, Richmond Mutumbami (wk), Sean Williams, Sikandar Raza, Peter Moor/Chamu Chibhabha/Malcolm Waller, Elton Chigumbura, Donald Tiripano, Wellington Masakadza, Tinashe Panyangara, Tendai Chatara

د افغانستان د ټیم احتمالي لوبغاړي:

محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، ګلبدین نایب، محمد نبي، اصغر ستانکزی، دوات ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، راشید خان ارماني، حمید حسن/ امیر حمزه.

په دې لیست کې د شاهپور ځدراڼ نوم نشته، ځدراڼ په تېرو مسابقو کې زیمبابوې ته خورا لوی سرخوږی جوړ کړی و. د زیمبابوې لوبغاړي د ده له توپ اچولو یا باولینګه سخته بېرېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *