راپور محمداسماعیل ملکزی

رحمت شاه زرمتی لومړی افغان لوبغاړی سو چې تر ۱۰۰ په کښته درجه بندۍ کي شامل شو. زرمتی د ټیسټ سیالیو په درجه بندی له ۱۷۷ مقام څخه ۸۹ مقام ته ځان راورسولو، دی  ۴۴۸ پواینتونه له ځانه سره لري.

اضغرافغان بیا له ۱۳۰ مقام څخه ۱۰۶ مقام ته راکښته سو چې ۲۴ لوبغاړي یې ترشاه پریښودل او ۳۰۰ پواینټونه لري.

حشمت الله شاهدي بیا له ۱۱۳ مقام څخه ۱۱۰ مقام ته راورسید چې ۲۸۸ پواینټونه لري

په توپ اچونه کي بیا یمین احمدزی او راشد خان مخته راغلي، یمین احمدزی لومړی افغان اوبغاړی سو چې د تیسټ سیالیو په درجه بندۍ کې له ۹۵ مقام څخه ۵۰ مقام ته را ورساوه.
دی اوسمهال ۳۳۲ پواینټونه لري.

راشد خان ارمان بیا له ۱۱۷ مقام څخه ۶۷ مقام ته راورسېد او اوسمهال ۲۳۹ پواینټونه لري.