راشد خان: د نړۍ له هیڅ لوبډلې وېره نه لرم

تاند- د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی راشدخان وايي، په نړیوال جام سیالیو کې له هیڅ لوبډلې وېره نه لري.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، راشدخان د نړیوال جام په درشل کې وویل، پر ځان د افغانستان باور وروسته له دې لا ډېر شوی چې د دوشنبې په ورځ یې آیرلنډ په ټیستلوبه کې مات کړ.

راشدخان په شل اوره سیالیو کې د نړۍ لومړی درجه باولر دی خو په یو ورځنیو سیالیو کې اوس په نړۍ کې دوهم مقام لري.

ده د هند په دهرادون کې د آیرلنډ په وړاندې د ټیستلوبې په دوهمه پاڼۍ کې ۵ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د هند غوره لیګ پیل شي او راشد خان یو وار بیا د حیدراباد له سن رایزر لوبډلې سره ملګری شي.

راشد خان فرانس پریس ته په مرکه کې وویل، اوس د افغانستان کرکټ ته پکار ده چې پر ځان باور وکړي، ځکه چې«موږ استعداد او مهارت لرو. زه خپلو لوبغاړو ته وایم چې پر ځای اعتماد وکړي.»

ده زیاته کړه«په اسیا کپ کې زموږ لوبې بیخي متفاوتې وې، موږ هر لوري ته وښوده چې ماته ورکولی شو.»

په اسیا کپ سیالیو کې افغانستان سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړه، او پاکستان یې هم ماتې ته نژدې کړی و.

افغانستان په ۲۰۰۹ م کال په نړیوالو یو ورځنیو مسابقو کې شامل شو او په ۲۰۱۷ کې د کرکټ نړیوالې شورا د ټیستلوبو اجازه ورکړه.

راشدخان د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې په ۲۰۱۵ کال، چې ۱۷ کلن و، ګډون وکړ او ډېر ژر د نړۍ د کرکټ په یوه ستوري بدل شو.

راشد خان د هند غوره لیګ د کرکټ لپاره ډېر ګټور بولي، وايي«آی پي ایل چا ته ډېره انګېزه ورکوي. کله چې څوک یو وار په دې لیګ کې لوبه وکړي، له سترو لوبغاړو سره لوبېدل پر ځان د اعتماد له پیدا کولو سره مرسته کوي.»

راشد خان په ۲۰۱۷ کال د حیدراباد سن رایزر لوبډلې ته ۲۱ لوبغاړي وسوځول.

ده دغه راز د استرالیا په بیګ باش، کربین غوره لیګ او د پاکستان په سپورلیګ کې لوبې کړي دي.

راشدخان له بېلابېلو ټیمونو او بېلو بېلو روزونکو سره لوبه او تمرین ډېر ګټور بولي ځکه چې د هغوی تجربه او لارښوونې د لوبغاړو مهارت ډېروي.

د فرانس پریس خبري اژانس پر اساس، راشدخان د نړۍ لومړنی لوبغاړی دی چې یوازې په ۴۴ مسابقو کې یې ۱۰۰ ویکټونه اخیستي دي.

راشدخان د خپلې بریا د راز په اړه وویل«زه ځان تر فشار لاندې نه راولم. پر ځان فشار نه راوړم، هڅه کوم چې له خپلې لوبې خوند واخلم، له خپلې لوبې خوند اخلم که ویکټ اخلم یا یې نه اخلم. هڅه کوم چې سمه لوبه وکړم او ښه باولینګ وکړم. پر نتیجه یې تمرکز نه کوم یوازې پر خپل سخت کار تمرکز کوم.»

راشد خان په ننګرهار کې د کرکټ لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي یادونه وکړه او ویې ویل، کله چې ده له خپلو وروڼو سره په خاورینو پټیو کې لوبه کوله، په دې یې فکر نه کاوه چې د لوبې لپاره میدان او وسایل نشته.

«زموږ ذهن ته هیڅکله دا نه وه راګرځېدلې چې اسانتیا او وسایل نه لرو، زموږ فکر په لوبه کې و. زما وروڼو به لوبه کتله او کرکټ به یې کاوه او زه یې هم مینه وال شوم.»

راشد خان هیله لري چې افغانان به د شل اوریزو لوبو په شان له ټیستلوبو سره هم مینه پیدا کړي.