دعوت خان

د اسټرالیا په بيګ باش ليګ کې راشدخان د تېرکال اتله لوبډله په سږکال ليګ کې نور د مخته تګ څخه پاته سوله، خو راشدخان وايي: په راتلونکي کال اوړي کې به بيرته د خپلې لوبډلي سره يوځای سم.

نوموړی وايي:

((د اډيلايډ سټرايکرز لوبډلي مديريت، د کوچ برخه، لوبغاړي او تماشه چيان هرڅه ماته په زړه پوري وه او د دوی فوق العاده احترام څخه مننه کوم.))

راشدخان په یادو لوبو کې د خپلي لوبډلې لپاره تر ټولو ډيري وکيټې اخيستې دي.
د افغانستان دغه وياړ به تر بيګ باش وروسته هندوستان ته ولاړسي او هلته به د ملي لوبډلي د ۴۵ کسيزه ډلي سره تمريناتي کمپ کي يوځای سي.