افغان ګوګلي ماسټر په بېګ باش لیګ کې هیټریک وکړ

راشدخان بېګ باش لیګ کې هیټرېک وکړ. راشدخان د بېګ باش لیګ په ۲۷ مه لوبه کې هېټرېک وکړ او غوره توپ اچونه یې نندارې ته وړاندې کړه.
راشدخان د سېډني سېکسرز لوبډلې پر وړاندې څلور وېکټې واخېستې، چې دوه یې کېچ اوټ کړل، یو یې بولډ کړ او بل لوبغاړی یې ایل بي ډبلیو کړ.
نوموړي د خپل درېیم اوور په پنځم او شپږم توپ وېکټې واخېستې او د راتلونکي اوور په لومړي توپ یې بل لوبغاړی هم وسوځاوه او په دې ډول یې هېټرېک وکړ.
هغه په ۴ اورونوکې ۲۲ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخېستې.
لوبه سېډني سېکسرز لوبډلې په ۲ وېکټو وګټله.

راشد خان ځوان لوبغاړی دی او د ښې توپ اچونې انداز یې سیاله لوبډله تر فشار لاندې راوستلی شي.