رحمت الله وحدت

میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د اقیانوسیه وچی کامیابه سفر دوامداره وساته چې له نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې څخه یی هم د ۵۰ اوریزه لوبو داتلولۍ جام وګاټه.
هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ ۵مه پنځوس اوریزه لوبه کې کوربه نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه او ۴ د ۱ بریا په وړاندی یی د اتلولۍ جام وګاټه.
په وروستۍ سیالۍ کې هند په ۱۸ منډو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو بیا هم یادی لوبډلې د امبتي ریډو د ۹۰ منډو په مټ لومړی ۲۵۲ منډی جوړی کړی او بیا یی کوربه لوبډله په ۲۱۲ منډو وسوځوله.
د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړي جایزه منځني بیټسمین امبتی ریډو خو د ټول سیریز غوره لوبغاړي جایزه د ۹ ویکټو په مټ ښي لاسي تیزهندي بالر محمد شامي ته ورکړل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمینځ اوسمهال د ۳ شل اوریزه لوبو لړۍ پېل شوی ده چې دویمه شل اوریزه لوبه یی نن د نیوزیلینډ په اکلینډ او وروستۍ دریمه یی دراتلونکې یکشنبې په ورځ په همیلټن ښار کې پیلیږي.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د ۵۰ اوریزه لوبو لومړۍ لوبه چې د باران ښکار هم وه د ۸ ویکټو په مټ هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ګټلی وه.
دوېمه لوبه میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په ۹۰ منډو او دریمه یی چې په مټ یی هندۍ کرکټ ملي لوبډلې له کوربه لوبډلې د اتلولۍ جام هم وګاټه د ۷ ویکټو په توپیر ګټلی وه.
د سیریز بایللو وروسته کوربه نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډله ناوخته له خوبه پاڅیده چې څلورمه لوبه یی د ټرینټ بولټ د ۵ ویکټو په مټ د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.
د سیریز بایللو وروسته د نیوزیلنیدۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتان کین ویلیمسن رسنیو سره په خبرو کی وویل، هندۍ لوبډلې ورته څو برخو کی ښه سبق ورکړ، هند ښه ولوبید او داتلولۍ حقدار وو.
د دواړو لوبډلو ترمینځ په ۵ واړو پنځوس اوریزه لوبو کې جالبه دا وه چې د هیڅ لوبډلې کوم لوبغاړي سلیزه جوړه نکړای شوه چې په کې بالرانو بهترینه بالینګ وکړ.
دغه راز د هندي بیټسمین روهیت شرما په تیرو ۱۰ سیزیزونو یا ټورنامنټونو کې د سلیزو جوړولو لړۍ هم پای ته ورسیېده چې له ۲۰۱۷ کال چمپینزټرافي راپدیخوا یی په هر سیریز کې سلیزه جوړه کړه چې په وروستۍ لوبه کې په ۲ منډو وسوځیده او په دغه سیریز کی یی هیڅ سلیزه جوړه نکړای شوه.
هندۍ کرکټ ملی لوبډلې د وروستي ځل له پاره په ۲۰۰۹ کال کې له کوربه نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز ۳ د ۱ بریا په وړاندی ګټلی وو.
هندۍ کرکټ ملي لوبډله به دروانی فیبرورۍ میاشتی په ۲۴مه نیټه د ۵ پنځوس اوریزه لوبو له پاره د اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي خو نیوزیلینډ بیا د فیبرورۍ له ۱۳می نیټی د بنګله دیشۍ لوبډلې کوربتوب کوي