هند لوبډله سبا د نیوزیلینډ په وړاندې لوبیږي

ــــ تاند
د هندوستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ به وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالي سبا ترسره شي.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سفر نیوزیلینډ ته کړی، دوه شل اوریزه سیالۍ یې کړي چې یوه یې نیوزیلینډ ګټلې او یوه یې تېره ورځ بیا هند لوبډلې خپله کړه.د نیوزیلینډ په کوربتوب د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان سفر په ترڅ کې وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالي سبا یکشنبه ترسره کیږي.

دواړو لوبډلو تر دې مهاله یوه یوه بریا خپله کړې، چې ورسره د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز هم مساوي شوی دی. هندۍ لوبډلې د اسټرالیا سفر وروسته نیوزیلینډ ته مخه وکړه، چې لمړی یې د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې په ۴ بریاوو خپلولو سره سیریز وګټلو، خو ورپسې یې د درې ۲۰ اوریزه لوبو سیریز په لمړۍ لوبه کې کوربه نیوزیلینډ ته په ستر توپیر ۸۰ منډو سره ماته وخوړه، چې د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو په لوړ توپیر ماتې وشمیرل شوه.

په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې پرون هندۍ ته لوبډلې بیرته نیوزیلینډ ماته ورکړه، چې اوس د سیریز برخلیک د سبا ورځ وروستۍ لوبه ټاکي. هندۍ کرکټ ملي لوبډله به د نیوزیلینډ دې سفر وروسته یو ځل بیا د اسټرالیا په لور ولاړه شي، چې د روانې فیبرورۍ میاشتې له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۱۳ م د مارچ پورې دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي.