راپور: عبدالولي عمري

د بنګال هیواد کورنی لیګ ( BPL ) د شپږم پړاو لپاره ترسره شو، چي کومیلا په کښي د دوهم ځل لپاره اتلولي وګټله.

بي پي ایل د بنګله دېش هغه سوداګریز لیګ دی چي هر کال د کورني او بهرني لوبغاړو په لوبیدو سره پای ته رسیږي، په دې لیګ کي سږکال ډیر افغان لوبغاړي اخیستل شوي وه چي، ځینو د لوبو نندارې وکړې، او ځیني د بخت او تخت په شمول ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړې.
په دې لیګ کي هر کال ۷ لوبډلي لوبیږي چي، ښه پلان ورکوونکې او ښه مدیریت لرونکې لوبډله به بریا ته ځان رسوي.
دا لیګ چي پوره یوه میاشتي یې دوام وکړ، پکې ډهاکا ، کومیلا ، چیټاګانګ، راج شاهي، رانګپور، خولنا ټیټانز، او سیلهیټ هغه لوبډلي وې چي سږکال یو د بل پر وړاندي ولوبیدلې.
په دې لوبډلوکي پنځه لوبډلي پاته راغلې، او دوې لوبډلي پای لوبي ته ووتلې چي پایلوبه کي کومیلا ډهاکې لوبډلي ته په ماته ورکولو د ۲۰۱۹ کال اتلولي وګټل.

د بنګال هیواد غوره لیګ په ۲۰۱۲ م کال کي پیل شوې، چي تر اوسه دوه ځلي کومیلا ، درې ځله ډهاکې ، او یو ځل رانګپور لوبډله د اتلولۍ پړاو ته رسیدلې ده.