د سمیع الله شینواري لوبډله اتله شوه
راپور: خپلواک دریځ
د بنګله دیش غوره لیګ لوبې د نومبر پر ۳مه پیل شوي وې او تېره شپه یې وروستۍ لوبه د رانګپور رایډرز په اتلولۍ پای ته ورسېدې، په دغه لیګ کې د اوو لوبډلو ترمنځ پوره ۴۵ لوبې وشوې او کومیلاویکټورینز، رانګپور رایډرز او ډهاکې ډاینامیک یې نیمه پایلوبو ته لاره وموندله خو پایلوبې ته د شکیب الحسن په کپټانۍ کې ډهاکه او د مشرفي مرتضی په کپټانۍ کې رانګپور ورسېدې.
په پایلوبه کې ډهاکې د لوبې پچه وګټل او لومړی یې توپ اچوونه غوره کړه او دا پریکړه هغه وخت ورته لا ګرانه تمامه شوه چې د کریس ګېل کېچ خپله شکیب الحسن خطا کړی، رانګپور لوبډلې د برنډن مککالم د ۵۱ او کریس ګېل د ۱۴۶ ناسوځېدلو منډو پر سره ۲۰۷ منډې هدف ډهاکې لوبډلې ته کښېښود.
کریس ګېل یوازې ۶۹ توپونو ته ودرېدی، ۵ څلوریزې او پوره ۱۸ شپږیزې یې ووهلې او خپلې لوبډلې ته یې د بریا زیری وړاندې کړی.
د ډهاکې لپاره یوازې جهرول اسلام ۵۰ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي یې په لږو منډو کې وسوځېدل دغې لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۷ منډو په توپیر وګټل.
سهاک غازي، اودانا او نظم الااسلام دوې دوې ویکټې ترلاسه کړې.
کریس ګېل چې دغه لیګ کې یې یوازې په ۱۱ لوبو کې ۴۸۵ منډې کړي وې د لیګ د غوره توپ وهونکي او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ورکول شوې، دغه راز د ډیرو شپږیزو جایزه هم ګېل ترلاسه کړه خو د لیګ د غوره توپ اچوونکي جایزه په ۲۲ ویکټو شکیب الحسن ته ورکول شوه.