سپینزر د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځينۍ سیالۍ، چې په خوست کې پيل شوې وې، نن یې په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي کې پایلوبه ترسره شوه. په پایلوبه کې د بوست او سپين غر لوبډلې ولوبیدې، سپين غر لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بوست لوبډلې د لوبې په 43,2 اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره سپين غر لوبډلې ته د 148 منډو هدف ورکړ، چې پکې زیاتې 48 منډې طارق ستانکزي جوړې کړې، د سپين غر له لورې کریم جنت د بوست لوبډلې 5 لوبغاړي وسوځول.


سپين غر لوبډله د لوبې په 23,1 اورنو کې د 5 لوبغاړو په سوځيدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او د غازي امان الله خان یو ورځينیو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د سپين غر له لورې تر ټولو زیاتې 68 منډې دروېش رسولي جوړې کړې او ګلبدین نایب د سپين غر لوبډلې 4 لوبغاړي وسوځول.


کریم جنت چې په ننۍ لوبه کې یې د بوست لوبډلې 5 لوبغاړي سوځولي ول، د پای لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


ا..د غازي امان الله خان یو ورځينیو سیالیو د غوره توپ وهونکي جایزه رحیم منګل ته، غوره توپ اچونکي جایزه کریم جنت ته، د غوره لوبغاړي جایزه ګلبدین نایب ته او د ځوان استعداد لوبغاړي جایزه دروېش رسولي ته ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *