کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د نوي روزونکي په لټه کې دی

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ پرون /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د ملي ټیم له اوسني روزونکي لالچند راجپوت سره قرارداد نه تمدیدوي.

ټاکل شوې ده چې له ملي لوبډلې سره د ښاغلي راجپوت قرارداد د روان اګست په پای کې (۱۰ ورځې وروسته) ختم شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له راجپوت سره یو کلن قرارداد کړی و.

کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې لپاره په نوې روزونکي پسې ګرځي.

کرکټ بورډ نه دي ویلي چې تراوسه پورې یې د نوي روزونکي د موندلو لپاره هلې خلې پیل کړي او که له دې وروسته چې د لالچند راجپوت د قرارداد پای ته رسېدو ته یوازې ۱۰ ورځې پاتې دي، په بل روزونکي پسې ګرځي.

راجپوت د ۲۰۱۶ م کال د جون په ۲۵مه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی وګومارل شو.

۵۵ کلن راجپوت د هند په ملي لوبډلې کې د لوبیدو ترڅنګ د هندوستان ملي نولس کلنې، ملي الف، ملي ۲۳ کلنې لوبډلې روزونکي، د هندوستان ملي اکاډمۍ مسئول او ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *