بنګله دېش کرکټ بورډ نن د چټکو توپ اچوونکو د روزنې لپاره رسمی غونډه کوي

ولید خپلواک

د بنګله دیش کرکټ بورډ نن رسمي غونډه کوي تر څو د چټکو بالرانو لپاره ځانګړی روزونکی پیدا کړي.  بنګله دیش کرکټ بورډ وړاندې له دې هم خبر ورکړی و چې یو روزونکي ته ضروروت لري، تر څو بنګالي توپ اچوونکو ته روزنه او مهارتونه ورکړي .

 څو ورځې مخکې داسې اوازې وې چې ګوندې بنګله دیش به د سویلي افریقا پخوانې چټک توپ اچونکي (اوټیس ګیبسن) سره دغه تړون لاسلیک کړي.

 ګیبسن د بنګله دیش پریمیر لیګ کې د کمیلا واریرز د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي، هغه وایي که بنګله دیش کرکټ بورډ ورته دعوت ورکړي نو بغیر له شکه یې قبلوي.

 ګيبسن وویل نن بنګله دیش کرکټ بورډ یوه غټه غونډه لري چې پرځینو مهم مسایلو به له سره بحث وکړي.

 د ګيبسن بل رقیب هم د دغي پوسټ لپاره غوښتنه کړې، تر څو د بنګله دیش د تيز باولینګ روزونکی شي.

 (نانټې هيوارډ)په اوسنې وخت کې د بنګله دیش په تجارتي سیالیو کې د سیلهيټ تندر لوبډلې روزونکی دی.

 اوټیس زیاتوي نن به معلومه شي چې زه بریالی کيږم او که (نانټې) اوټیس په لومړیو کې ډېر خوښ و او باور مند و چې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سره به یو ځای شم.