د نولس کلنو نړیوال جام؛ افغان لوبډله نن د انګلنډ خلاف لوبیږي

سید ادریس ولي زاده

 افغانستان نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۲مه نیټه د انګلستان خلاف تمریناتي( وارمپ) لوبه کوي.

 سویلي افریقا کې د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نیټه پیل او د بلې میاشتې فبرورۍ تر نهمې نیټې پورې به دوام وکړي.

 په دغو پنځوس اورېزو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي، چې ټول ټال په کې ۴۸ لوبې پلان شوي دي.

 په دغه جام کې افغانستان لومړۍ لوبه د سویلي افریقا خلاف د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نیټه ترسره کوي.

 افغان لوبډله سویلي افریقا کې ده او دې سیالېو ته یې پوره چمتو والی هم نیولی دی.