جنوبي افریقا د افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې کوربتوب کوي
ولید خپلواک
افغان ۱۹ کلنه لوبډله چې په تېر نړیوال جام کې یې د نړۍ خطرناکې لوبډلې ولړځولې یو ځل بیا د خپل هیواد نماینده ګي په سویلي افریقا کې کوي.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې خپل تمریناتي کيمپ څو ورځې مخکې په کابل کې د یادې لوبډلې د مشر روزونکي رئیس احمدزي سربېره د دولت احمدزي، سید رحمن احمدزي او عبدالمنان مسعود تر مشورو ورسته پای ته ورساوه.
افغانستان به په دغو سیالیو کې د شاوخوا دوه اوونېو تمریناتو او تمریناتي لوبو وروسته د جنورۍ په ۱۷مه نېټه خپله لومړۍ لوبه په (ډي) ګروپ کې د سویلي افریقا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې او ورپسې به په نورو لوبو کې د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د متحده عربي اماراتو او د همدې میاشتې پر۲۴ نيټه به په خپل ګروپ کې د کاناډا خلاف خپل بخت و ازمایي.
دافغانستان لپاره د ۱۹ کلنولوبډلې لوبډلمشري دا ځل د فرهان زاخېل پرغاړه ده. د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام سیالیو کوربتوب سویلي افریقا کوي.