افغان ۱۹ کلنه کرکټ لوبډله جنوبي افریقا ته رسېدلې

ولید خپلواک

 افغان ۱۹ کلنه لوبډله چې په تېر نړیوال جام کې یې د نړۍ خطرناکې لوبډلې ولړځولې یو ځل بیا د خپل هیواد نماینده ګي په سویلي افریقا کې کوي.

 افغان ۱۹ کلنې لوبډلې خپل تمریناتي کيمپ څو ورځې مخکې په کابل کې د یادې لوبډلې د مشر روزونکي رئیس احمدزي سربېره د دولت احمدزي، سید رحمن احمدزي او عبدالمنان مسعود تر مشورو ورسته پای ته ورساوه.

 افغانستان به په دغو سیالیو کې د شاوخوا دوه اوونېو تمریناتو او تمریناتي لوبو وروسته د جنورۍ په ۱۷مه نېټه خپله لومړۍ لوبه په (ډي) ګروپ کې د سویلي افریقا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې او ورپسې به په نورو لوبو کې د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د متحده عربي اماراتو  او د همدې میاشتې پر۲۴ نيټه به په خپل ګروپ کې د کاناډا خلاف خپل بخت و ازمایي.

 دافغانستان لپاره د ۱۹ کلنولوبډلې لوبډلمشري دا ځل د فرهان زاخېل پرغاړه ده. د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام سیالیو کوربتوب سویلي افریقا کوي.