په کندهار کې د باسکټبال لوبلړ پایلوبه ترسره شوه

د کندهار ولایت مقام د رسنېو دفتر څخه تاند ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د باسکټبال د پیل شوي ټورنمنټ پایلوبه د شنبې په ورځ په سردار جمال ناصر طرزی ورزشي جمنازیم کي ترسره شو، چي پکې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، د اطلاعات او فرهنګ رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړي وو. د لوبې تر پیل مخکې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پرمهال خوښي څرګنده کړه، چي ځوانان ورځ تر بلي د ورزش په برخه کي د ځانه وړتيا ښئي او دا مهال د ښو لاسته راوړنو څخه برخمن دي.

ښاغلي منيب ځوانانو ته وویل، چې د بې ځايه ناستو پر ځای ورزش ته مخه کړي، ترڅو د سالم صحت څخه برخمن وي او وتوانیږي، ددې لارې د ځان او ټولنې پرمختګ ته زمینه مساعده کړي.

دغه راز د ولايت مقام مرستيال ټولو ورزش کارانو ته د ورزش په برخه کې د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. وروسته د اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو آمر هم په خپلو خبرو کې وویل، چې ياد ټورنمنټ د ولایتي ادارې په هڅو د باسکیټ بال فدراسیون او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د ۱۲ ټيمونو ترمینځ په لاره اچول شوی و، چې ۸ ورځې يې دوام وکړ او پایلوبه یې ۱۷ کلنو ځوانانو ټيم وګټله.

پروګرام ته د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، د اطلاعات او فرهنګ او یو شمیر نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې او له ځوانانو یې وغوښتل، چي د تعليمي برخې ترڅنګ ورزشي برخې ته هم پاملرنه وکړي. پاته دې نه وي، چي د پروګرام په وروستيو کې د ورزش کارانو له لوري یو لړ سپورټي نمایشونه هم ترسره شول او ګټونکي ټیم او یو شمیر مسؤلینو ته ترتیب شوې ډالۍ هم ورکول شوې.