زابل کې د سولې تر نامه لاندې لوبلړ کې نیمه پایلوبه د کندهار او پکتیکا لوبډلو تر منځ ترسره شوه

هارون لېوال

په زابل ولایت کې د سولې تر نامه لاندې لوبلړۍ کې لومړی نیمه پایلوبه د کندهار او پکتیکا لوبډلو ترمنځ پرون/سه شنبه/ ماسپښین ترسره شوه.
د لوبې پچه پکتیکا لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه .
کندهار لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې هدف کښېښود.
د کندهار لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې ۴۶ منډې په ۱۶ توپونو سره سمیع الله تر سره کړې.
په توپ اچونه کې پکتیکا ته سلیمان ښه توپ اچونه وکړه، په ۴ اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ غزنچې لوبغاړي یې هم وسوځول.
په دوهمه پاڼۍ کې پکتیکا لوبډلې ښه لوبه وکړه د ۲ ویکټو په زیان سره یې د لوبې په ۱۶ اور کې یاد هدف ترلاسه کړ.
د پکتیکا لوبډلې لپاره په توپوهنه کې صدرالدین ۴۹ او وحید ۴۲ منډې ترسره کړې.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم په دواړو صدرالدین او سلیمان ته ورکول شوه.
په دې بریا سره پکتیکا لوبډلې د سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
دوهمه نیمه پایلوبه به نن/چهارشنبه/ سهار ۶:۳۰ بجې د هلمند او زابل الف لوبډلې ترمنځ ترسره شي.