د یوې څیړنې پایلې ښيي چې فن ډایک د اروپا غوره دفاعي لوبغاړی نه دی

محمود خان منندوی

د CIES سایټ په یوې څیړنه کې ادعا کړې ده، چې د بایرن میونیک جرمنی دفاعي لوبغاړی نیکلاس سولي د اروپا د اخیرو شپږو میاشتو غوره دفاعي لوبغاړی و..

د لیورپول کلب هالنډی دفاعي لوبغاړی ویرجیل فن ډایک څو ورځې مخکې په داسې حال کې د اروپا په سطحه غوره لوبغاړی انتخاب شو، چې لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو هم دې جایزې ته ور سره کاندید وه، خو د CIES څیړنې ښيي چې هغه حتی د اروپا غوره دفاعي لوبغاړی لا هم نه دی. دغه څیړني د اوپټا د ورکړل شوو معلوماتو او د لوبغاړو پر فردي او د لوبډلې سره کارنامې ته په کتو ترسره شوي دي. دغه مؤسسې د 99 نمرو څخه لوبغاړو ته نمرې ورکړي دي او په څیړنه کې دا تصدیقیږي، چې په اخیرو شپږو میاشتو کې ویرجیل فن ډایک په دې درجه بندۍ کې د بایرن میونیک تر جرمني دفاعي لوبغاړي نیکلاس سولي شاته دی او د منچسټر سیټي دفاعي لوبغاړی ایمریک لاپورټي بیا درېیم مقام ترلاسه کړی دی. دغه جرمني دفاعي لوبغاړي په تېر فصل کې د بونډسلیګا د اتلولۍ څخه په دفاع کې د بایرن میونیک له پاره مهم رول اداء کړی. هغه 42 لوبې په ټولو ټورنمنټونو کې د دې کلب لپاره وکړې.

دا معلومات د دې تصدیق کوي، چې نیکلاس سولي کولای شو، د یوفا له لوري د تېر فصل د غوره څهرو په ډله کې واخیستل شي. خو دا لوبغاړی حتی په اخیرو دریو غوره کاندید لوبغاړو کې هم نه و، چې ویرجیل فن ډایک، ټرنټ الکسانډر ارنولډ د لیورپول څخه او ماټیاس ډي لیکټ د یوونټوس څخه د یوفا له خوا درې دفاعي کاندید لوبغاړي وه.

جالبه دا ده، چې کیلیان امباپي د پاریس سېنټ جرمن څخه په 29مه، محمد صلاح په 33مه او رحیم سټرلینګ په 37مه درجه کې دي او په غوره لوبغاړو کې کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي نه معلومیږي.