زابل ولایت له لوبیز ډګره یو ځلانده ستوری له لاسه ورکړ

هارون لېوال
زابل د کرکټ لوبې یو ځوان ستوری پرون/دوشنبه/ له لاسه ورکړ.
نور احمد سعادت تنکی ځوان کرکټر و چې وړمه ورځ/ سه شنبه/ یې په یوه ترافیکې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړی چې د ځوانۍ او هوښیارتیا مرحلو ته نوی رسېدلی و، له شا او خوا څلورو کلنو راهیسي یې زابل کې د کرکټ لوبه کوله، نوموړی د یوې اقتصاد برابرې کورنۍ غړی و، د کرکټ په ډګر کې د زابل په محلی بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېدلی و. خو اوس له یوې برابرې اریانا کرکټ لوبډلې سره لوبېده. سعادت په راسته لاس توپ وهونکی او توپ اچوونکی وو او کابو دوې اونۍ وړاندي یې د زابل منتخبې ۱۶ کلنې لوبډلې ته ازموینه هم ورکړې وه، چې د خپل لوبیز ژوند خورا لوړ خوبونه یې لیدل ، اما پر دې نړۍ یې ژوند همدومره و او بس.
هېره دې نه وي چې تر ده وړاندې هم د زابل له لوبیز ډګره یو شمېر نور ځوان لوبغاړي دې ته ورته ترافیکې پېښو کې د تل لپاره له دې نړۍ رخصت شوی یا ابدي فلج شوي دي، چې له ډلې یې د زابل فوټبال لوبډلې تخنیکې لوبغاړی حامد خان، بلال احمد، شهیدان او مسعود احمد، له دواړو پښو لوېدلی او فلج شوي دي.