زابل کې د سولې تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی

هارون لېوال
زابل کې د ۷ ولایتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د سولې تر نامه لاندي د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
لومړۍ لوبه یې زابل الف لوبډلې له نیمروز لوبډلې څخه وګټله، دوهمه لوبه ماسپښین د زابل الف لوبډلې او کندهار قریشي اکاډمي لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې پچه کندهار قریشي اکاډمي لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې هدف کښېښود.
په مقابل کې یې د زابل الف لوبډلې د ۳ ویکټو په سوځېدو سره په ۱۱ اورونو کې یاد هدف ترلاسه کړ او دوهمه بریا یې خپله کړه.
د زابل لپاره د افغانستان د ملي الف لوبډلې پیاوړي ځوان لوبغاړي منیراحمد کاکړ ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبي غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

نن  به د یادو سیالیو په لړ کې هرات د نیمروز لوبډلې پر وړاندې ۷ بجې لوبه تر سره کړي.