افغان کرکټ بورډ: ملي لوبډله د بنګله دېش پروړاندې لوبې ته پوره چمتوالی لري

د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې لوبډله یې متحده عربي اماراتو ته تللې او هلته یې د ابوظبۍ شیخ زاید لوبغالي کې تمرینات دوام لري.

افغانستان د راتلونکې سپتمبر میاشتې په پنځمه نېټه په بنګله دېش کې له بنګله دېش سره یواځینۍ ټېسټ لوبه پیلوي او دغې لوبې ته نوملړ کې ټول شامل لوبغاړي پوره چمتو دي.

بنګله دېش سره له لوبې وروسته په ۱۴مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوۍ لوبډلو ترمنځ درې اړخیز سیریز پیلیږي، چې د یاد سیریز لپاره د چمتوالي په موخه په کابل نړیوال لوبغالي کې لوبغاړي په چمتوالي بوخت دي.