د افغان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده

نصرت الله عمرزی
د بنګله دېش پر وړاندې یواځینۍ ټېسټ لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پېل کړه.
د دغې لوبې لومړۍ ورځ چې ۹۶ اوره په کې ترسره شول پای ته ورسېده او افغان ۲۷۱ منډې جوړې کړې.
توپ وهنه کې رحمت شاه زرمتي په ۱۸۷ بالونو د دوه شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۲ منډې وکړې.
دا لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبه کې سلیزه وهي، له دې وړاندې د ایرلینډ پر وړاندې رحمت شاه په ۹۸ منډو اوټ شوی وو.

د پنګله دېش پر وړاندې دې لوبه کې ابراهیم ځدران په ۲۱، احسان الله په ۹، حشمت شاهدي په ۱۴ او محمد نبي په صفر اوټ شو.
اصغر افغان په ۸۸ منډې او افسر ځاځی په ۳۵ منډو ناټ اوټ دي.
افغان لوبډله به جمعه اته نیمې بجې خپلې پاتې توپ وهنې ته ادامه ورکړي.