افغان کرکټ ملي لوبډلې یوه اوونۍ تمرینات وکړل او نن بنګله دېش ته ورسېده

افغان لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش په وړاندې د یوازینۍ ټیسټ او یو لړ نورو سیالېو لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ پوره یوه اوونۍ تمرینات وکړل او نن د اګست په دېرشمه بنګله دېش ته ورسېده.

بنګلديش ۱۵ کسيزه سکواډ اعلان کړ، خو مصطفيض الرحمن او تميم اقبال نومونه پکې نه تر سترګو کیږي.

شکيب الحسن،سمايا سرکار،مشفيق الرحيم،شادمن اسلام،مومن الحق،ليټن کمار ډاس،محمدالله،ميتون،ت­اج الاسلام،مهدي حسن ميراز،مصدق حسين،نعيم حسن،ابوجايد،تسکين احمد او عبادت حسين.

د افغانستان کريکټ بورډ د غوراوي کميټې ۲ اونۍ وړاندې د راشدخان په لوبډلمشرۍ د ټيسټ او شل اووريزو لوبو لپاره سکواډونه اعلان کړي وه.

د یوازینۍ ټیسټ سیالۍ نوملړ: احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظاهر خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ.

افغان کريکټ ملي لوبډله د بنګله دیش سره يوازینۍ ټیسټ لوبه د سپټمبر مياشتي په ۵مه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پيلوي چې تر ۹مي نيټې پوري به دوام وکړي او همدارنګه د زیمابوې او بنګلديش سره د ۳ اړخيزه شل اووريزو لوبو لړۍ د همدې مياشتي په ۱۳مه پيلوي چې تر ۲۴مي نيټې به دوام وکړي.