د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش سره سیالۍ کوي

افغان کرکټ بورډ وایي، افغان الف ملي لوبډله  بنګله دېش ته د سیالیو لپاره ولاړه. افغان لوبډله به په دغه سفر کې د بنګله دېش الف لوبډلې سره دوه څلور ورځینۍ او پنځه به ورسره یو ورځینۍ لوبې وکړي.

د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د الف لوبډلې د جوړښت لپاره یې بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي او تر یوې اوږدې پروسې وروسته یې د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې د سیالیو په موخه لوبغاړي غوره کړي دي.

د غوراوي کميټې د مسوولينو په وینا، په یُو- یُو ټیسټ کې د الف لوبډلې د ځينو مهمو لوبغاړو د نه بریالي کېدو له امله یو شمېر ایمرجینګ لوبغاړي الف لوبډلې ته غوره شوي.

د دوه څلور- ورځنیو لوبو لپاره د افغانستان الف لوبغاړو په جوړښت کې عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، افسرځاځی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، یمین احمدزی، درویش رسولي، نوین الحق، ضیاءالرحمن اکبر، رحمن الله ګربز، وقارالله اسحاقزی، فضل نیازی، سعید احمد شېرزاد او شاهدالله کمال شامل دي. دغه راز ضیاءالرحمن شریفي به د سعید شېرزاد په نشتوالي کې لوبډلې ته واخیستل شي.

همدارنګه د یو ورځنیو لوبو لپاره بیا عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، دروېش رسولي، شاهدکمال، فضل نیازی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، نوین الحق، سعید شیرزاد، فرید ملک، ضیاءالرحمن اکبر، منیر احمد، کریم جنت، میرویس اشرف او ناصرجمال په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په پنځمه پېل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې دوام وکړي.