د افغانستان او بنګله دېش د ۱۷ کلونو د سیالۍ درېمه ورځ

تاند- د افغانستان او بنګله دېش تر ۱۷ کلونو د کشرو لوبډلو د څلور ورځینۍ مسابقې په درېمه ورځ نن /پنجشنبه/ افغان لوبډله په داسې حال کې بیټنګ پیلوي چې بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ د ۲۳۷ منډو په وړاندې ۴۱۰ منډې جوړې کړي دي.

د بنګله دېش د لوبډلې له سوځولو وروسته افغان لوبډلې پرون /چهارشنبه/ خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه او بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، ۱۱ منډې جوړې کړې.

دې ته په پام چې بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان د ۲۳۷ منډو په وړاندې ۴۱۰ منډې جوړې کړي، افغان تنکي لوبغاړي له فشار سره مخامخ دي.

نن /پنجشنبه/ به سلیمان عربزی او اعجاز، چې لومړي په دوهمه پاڼۍ کې ۶ او دوهم ۴ منډې کړي، توپ وهنې ته دوام ورکړي.