د کرکټ لوبډلې وروستۍ ناکامۍ، څو نیوکې او څو سپارښتنې
سلیمان څارګر
د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې له داسې لوبډلو پرله پسې ماتې و خوړې چې په ټول کې زمونږ له لوبډلې څخه کمزورې وې او مونږ په وار وار هغوی ته ماتې ور کړې وه. په دې لیکنه کې د ماتې پر لاملونو یو څه رڼا اچوو او هم په پای کې یو څو سپارښتنې وړاندې کوو.
۱ – تر ټولو لومړۍ باید له ټاکونکې ډلې (Selection Comitee) څخه پوښتنه و شي چې دغه لوبډله یې د کومو معیارونو په بنسټ غوره کړې وه؟ ولې احسان الله جنت ته له بار بار ناکامۍ سره سره پر جاوید احمدي ترجیح ور کول کیږي؟ که په اماراتو کې احسان الله دوه ښې لوبې و کړې نو جاوېد احمدي ته په څلورم یا پنځم نمبر کې د لوبو کولو چانس ولې ور نه کړل شو؟ د حشمت الله شهیدي نه شتون او د ناصر جمال شتون هم د پوښتنې وړ دی. په ټول کې بشپړه ټاکونکې لوبډله د پوښتنې وړ ده. باید ووایو چې د ۱۹ کلنو ځوانانو ډېر لوبغاړي (درویش رسولي، اکرام علي خیل، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، قیس احمد…) په ملي لوبډله که د لوبېدو استعداد لري.
د ۱۹ کلنې لوبډلې د لوبغاړو د استعداد او ځواک ښه نښه مجیب ځدراڼ دی، چې په ډېر لږ وخت کې یې خپله وړتیا ثابته کړه. که په مجیب ځدراڼ باندې باور کیږي نو په درویش رسولي، اکرام علي خیل، قیس احمد، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نثار وحدت، عظمت الله عمرزي… باندې ولې نه کیږي؟ آیا دلته په ښکاره ډول د واسطې او سفارش شتون نه تر سترګو کیږي؟
۲ – ټول په دې پوهیږو چې زمونږ د ټیم لویه ستونزه زمونږ د بیټینګ (توپ وهنې) د ثبات نه شتون دی. په یوه لوبه کې ۳۳۳ منډې کوو او په بله کې ۱۰۰ منډې هم په شک کې وي، نو دې ستونزې ته ولې د حل لار نه لټول کیږي؟ اوس مهال د بیټینګ کوچ ته ډیره اړتیا ده او که د بالېنګ؟ ځینې لوبغاړي خو حتی داسې عادت شوي دي چې په یوه لوبه کې تر ۵۰ ډیرې منډې وکړي او بیا په راتلونکو ۶ یا ۷ لوبو کې تر ۱۰ پورې منډې هم نه شي کولی او بیا په اوومه یا اتمه لوبه کې ۵۰ منډې وکړي او په دې توګه د لوبډلې په اوږو یو لوی پېټی شي. مونږ داسې توپ وهونکو ته اړتیا لرو چې په هره لوبه کې څه نا څه منډې وکړي او خال خال پنځوسیزې او سلیزې ووهي چې هم به یې خپل اوسط مناسب وي او هم به لوبډله له بې ځایه فشارونو څخه خلاصه وي.
۳ – په اماراتو کې د زېمبابوې پر وړاندې د لوبو لړۍ که څه هم زمونږ په ګټه وه، خو له لومړۍ لوبې پرته ګډې لوبې (Team Game) شتون نه درلود. دې ټکي ته ولې زمونږ روزونکي ډله متوجه نه شوه. له لومړۍ لوبې پرته، زمونږ د بیټینګ ټول بار به یو یا دوه کسانو په غاړه اخیستی وو.
۴ – په څو لوبو کې په ناڅاپي ډول د بیټینګ ښويئدل او لوېدل (Collapse) په بشپړه توګه د پوښتنې وړ دي. آیا د بیټینګ په برخه کې له تخنیکي پلوه ستونزې شتون درلود او که کوم بل لامل وو؟ پوښتنه دا ده چې که چیرې دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ د زېمبابوې بالران تر ۱۰ اورونو پورې لوبولی شي نو مسلکي توپ وهونکو دا کار ولې تر سره نه کړ؟ د مقابلو لوبډلو د بالېنګ قوت ځکه نه منو چې زمونږ نه کمزورې لوبډلې هم په دومره بد ډول (Collaps) نه شوې.
۵- په کرکټ کې یوه توپ وهونکي ته د لوبې پیل کول ستونزمن وي، خو کله چې لوبه پیل کړي او بیا تر ۲۰ پورې منډې هم وکړي نو بیا د هغه اوټ کیدل اسان کار نه وي، خو زمونږ ډیری توپ وهونکي له ښه پیل سره سره بیا هم لوبه په مخ نه شي بیولی چې عمده لامل یې زما په اند د ذهني تمرکز (Concentration) نه شتون دی. داسې ښکاري چې د لوبډلې په داخل کې خدای ج مه کړه کومې ستونزې شتون لري. که داسې وي نو، ولې یې حل لارې نه لټول کیږي او که داسې نه وي نو ولې ذهني تمرکز(Concentration) شتون نه لري؟
۶ – کپتاني هم اوس مهال افغان لوبډلې ته په یوه سر خوږي بدله شوې ده. که هر څوک کپتان شي نو د هغه شخصي کارکردګي اغیزمنه شي. ښايي لوی لامل یې د فشار موجودیت وي. که داسې وي نو ولې دې ستونزې ته د حل لار نه ده لټول شوې؟
۷ – د ځینې لوبغاړو سپورتي اخلاق هم بې خونده دي او په دې برخه کې هم کوم کار نه دی تر سره شوی. د بېلګې په ډول د وکټ ساتونکي لوبغاړي (محمد شهزاد محمدي) په سپورتي اخلاقو کې د بدلون لپاره هیڅ ګام نه دی پورته شوی. مونږ په هره لوبه کې د شهزاد غیر اخلاقي او نا خوښي حرکتونه وینو چې دا کار په نړیواله کچه زمونږ د بدنامۍ لامل کیږي. همدارنګه په اماراتو کې د زېمبابوي په وړاندې په یوه لوبه کې مجیب ځدراڼ هم د اخلاقو دوه نمرې له لاسه ور کړي دي. خپلسري هم یو حد لري. هر لوبغاړی باید په دې پوه شي چې ځای ناستی یې شتون لري.
۸ – د یوه لوبغاړي شخصي کارکردګي او تخنیکي مهارت په دې مانا نه دی چې هغه دې یو ښه کپتان هم وي. که نړیوالو لوبډلو ته و ګورو نو وینو چې کپتاني د یوه لوبغاړي د تجربې، استعداد، ذهني پیاوړتیا، ځیرکتیا، تحرک، له نورو لوبغاړو سره اړیکې، د فشار زغمل … پر بنسټ ور کول کیږي. په افغان لوبډله کې نه یواځې دا چې راشد خان ډیرې کمې ۵۰ اوریزې لوبې کړې دي، بلکې عمر یې هم ډیر خام دی، نو ځکه هغه ته د کپتانۍ سپارل، له هغه سره تر جفا کولو کم نه دي.
۹ – داسې ښکاري چې زمونږ لوبډله اوس مهال یوه تکړه ارواپوه (سایکالوجېسټ) ته اړتیا لري. د لوبغاړو په کارکردګۍ کې د تسلسل نه شتون د تخنیکي مهارتونو نشتوالی نه بلکې د لوبغاړي د ذهني تمرکز نه شتون په ګوته کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره د یوه تکړه ارواپوه شتون اړین دی تر څو لوبغاړي په ذهني لحاظ ځواکمن شي.
ځینې نور موضوعات هم شته چې په راتلونکي کې به که خدای ج کول پرې و غږیږو.
Email:[email protected]
Facebook: Suliman Sargar
Twitter: Sulaiman څارګر