افغانستان نیپال ته په ۶ ویکټونو او ۶۸ توپونو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لپاره د غوراوي په سیالیو کې له درو پر له بسې ماتو وروسته نن په دې سیالیو کې لومړنۍ لوبه وګټله.

دا مسابقه د افغانستان لوبډلې د نیپال له کمزوري ټیم څخه په (۶۸) توپونو او ۶ ویکټو وګټله.

پچه نیپال وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

نیپال د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله تر ډېره په متفاوت جوړښت د توپ وهنې یا بیټنګ میدان ته راووته.

راشد خان جاوید احمدي پرانیستګر لوبغاړي ول.

راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۱ او جاوید احمدي په ۸۸ توپونو ۲۶ منډې وکړې.

ورپسې رحمت شاه په ۷۷ توپونو ۴۶ او محمد نبي په ۴۲ توپونو ۳۴ منډې وکړې.

نجیب الله ځدراڼ ۵۲ او سمیع الله شینواري ۸ منډې وکړې.

دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

دا له ډېره وخته وروسته په یوه نړیواله سیالي کې د سمیع الله شینواري لومړۍ لوبه وه.