د افغانستان تر ۱۹ کشر ه لوبډله په دوهمه سیالۍ کې له نیپال سره مخامخ کېږي

تاند- د اسیا د ځوانانو کپ په سیالیو کې د افغانستان د نولس کلنو لوبډله نن/ دوشنبه/  له نیپال سره مخامخ کېږي.

په دې سیالیو کې، چې په بنګله دېش کې کېږي، افغانستان د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته په ۵ ویکټونو او ۱۳۸ منډو ماتې ورکړه.

لومړی متحده عربي امارات بیټنګ وکړ. افغان باولرانو یا توپ اچوونکو په ۴۳ اوورونو کې د متحده عربي اماراتو ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول چې هغوی یوازې ۱۴۰ منډې کړې وې.

د افغانستان په باولرانو کې تر ټولو زیات لوبغاړي قیس احمد وسوځول. ده په ۹ اوورونو او ۵ توپونو ۴۰ منډې ورکړې خو ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د متحده عربي اماراتو ۴ لوبغاړي رن اوټ شول او ۳ نور عظمت الله عمرزي او سمیع الله جاوید وسوځول.

عظمت الله عمرزي په توپ وهنه یا بیټنګ کې ښه وځلېد. ده په ۴۰ توپونو ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان، هند، نیپال او متحده عربي امارات په اې (A) ګروپ کې دي. نیپال خپله لومړۍ لوبه پر هند بایللې ده.

د دې سیالیو په بي (B) ګروپ کې سریلانکا، پاکستان، بنګله دېش او هانګ کانګ یوځای شوي دي.