د افغانستان او متحده عربي اماراتو دوهمه ۲۰ اووریزه سیالي

تاند- د افغانستان او متحده عربي امارات د کرکټ ملي ټیمونه نن /جمعه/ په دوهمه شل اوریزه مسابقه کې مخامخ کېږي.

لومړۍ شل اووریزه سیالي د چهارشنبې په ورځ /دسمبر ۱۴/ افغان لوبغاړو د ۱۱ منډو په توپیر وګټله.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او متحده عربي امارات درې شل اووریزې سیالۍ وکړي.

دا سیالي نن د متحده عربي اماراتو په وخت د ماسپښین په دوه بجې پیلېږي.

د اصغر ستانکزي په کیپتانۍ د افغانستان په ټیم کې، محمد شهزاد، نجیب ځدراڼ، نجیب تره کی، حضرت ځاځی، عثمان غني، محمد نبي، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، کریم جنت، افتاب عالم، فرید ملک، حمزه هوتک او راشید خان شامل دي.

درېمه شل اووریزه سیالي به د دواړو لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ /دسمبر ۱۸/ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *