د افغانستان ملي ټیم له اماراتو دوهمه شل اووریزه سیالي وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن له متحده عربي اماراتو دوهمه شل اووریزه مسابقه وګټله.

متحده عربی اماراتو افغانستان ته ۱۸۰ منډې هدف ټاکلی و او داسي ښکارېده چې افغان لوبغاړي به دا لوړ هدف پوره نه کړای شي.

د نجیب الله ځدراڼ او محمد نبي ملګرتوب سبب شو چې د اماراتي لوبغاړو ملا ماته شي.

دوی په ګډه تر ۶۰ زیاتې منډې وکړې.

په تېره بیا د نجیب الله ځدراڼ پر له پسې شپږیزو او څلوریزو د افغانستان بری یقیني کړ.

نجیب الله ځدراڼ په ۲۴ توپونو ۵۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

ده ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې ووهلې.

په دې سیالۍ کې محمد شهزاد ۳۱، حضرت الله ۱۸، عثمان غني ۱۸، اصغر ستانکزي ۲۹، سمیع الله شینواري ۱۲ او محمد نبي ۱۳ منډې وکړې. محمدي هم تر پایه ونه سوځېد.

افغان لوبغاړو دا مسابقه په داسي حال کې په ۵ ویکټونو وګټله چې ۲ توپونه یې لا لرل.

د متحده عربي اماراتو دوه لوبغاړي فرید احمد او دوه نور راشید خان او امیر حمزه وسوځول.

2 thoughts on “د افغانستان ملي ټیم له اماراتو دوهمه شل اووریزه سیالي وګټله

  1. اسلامون او نیکی هلی زه محمد آصف یم دکنر ولایت سخه
    تاسی ته سلامونه وراندی کوم داراته ووایی چی نن افغانستان دملی کرکت لوبدلی کی چا دیره خه لوبه کری ده زه دیره بخنه عوارم زه نن په کار مسروفه وم ومی نه کری شول چی لوبه له نیژ دی ووینی

  2. سلامو نه او نیکی هلی دافغانستان تولو افغانانوته دسخار په وخت کی په نیک وخت کی وراندی کوم له خدای نه غوارم چی نیک او خوشحاله وخت مو وی داراته ووایی چی دافغانستان بله لوبه به په کوم وخت کی وی
    او بل داچی دافغانستان دکرکیت بورد رئس واچی تبدیل شوی دی ایاه داخبره رشتیاده او کنه وسلام زه ستاسی گران ملکری محمد اصف صافی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *